اطلاعات روز: د پروان ولايت په شيخعلي ولسوالۍ کې سرچينې وايي، چې د طالبانو استخباراتو د دې ولسوالۍ د روغتون دوه ډاکټران نيولي دي.
يوې باوري سرچينې اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې دا دوه ډاکټران د شيخ علي په ۲۰ بستريز روغتون کې د فارمسي او انستیزی برخو مسوولين و. دوی تېره ورځ (سېشنبه، ۲۳ د کب) سهار نيول شوي دي.
د دې دوو ډاکټرانو د نيول کېدو لامل روښانه نه دی. يوې سرچينې ادعا کړې چې د روغتون امر د قومي تعصبونو له وجې خپل همکاران د طالبانو استخباراتو ته په لاس ورکړي دي. د سرچينې په وينا، نيول شوي ډاکټران له هزاره قوم څخه دي.
سرچينې چې نه يې غوښتل هويت يې په ډاګه شي، وويل: «د شيخ علي روغتون امر پښتون دی او دا دوه ډاکټران يې د هزاره توب له وجې د طالبانو استخباراتو ته په لاس ورکړي دي. د شفاخانې امر هڅه کوي چې له دې روغتونه هزاره ګان حذف کړي او ده تر دې وړاندې هم تعصب پارونکي اقدامات کول.»
له شيخعلي ولسوالۍ څخه يوې بلې سرچينې له اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې تر دې وړاندې هم د شيخعلي د ۲۰ بستريز روغتون امر د دې روغتون کارکوونکي په منفک کېدلو ګواښلي و.
په پروان ولايت کې د طالبانو ځايي مسوولينو تر اوسه په دې اړه د اطلاعات روز د خبريال پوښتنې ته ځواب نه دی ويلی.
