طالبانو په پروان کې دوه ډاکټران نيولي

اطلاعات روز: د پروان ولايت په شيخ‌علي ولسوالۍ کې سرچينې وايي، چې د طالبانو استخباراتو د دې ولسوالۍ د روغتون دوه ډاکټران نيولي دي.

يوې باوري سرچينې اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې دا دوه ډاکټران د شيخ علي په ۲۰ بستريز روغتون کې د فارمسي او انستیزی برخو مسوولين و. دوی تېره ورځ (سې‌شنبه، ۲۳ د کب) سهار نيول شوي دي.

د دې دوو ډاکټرانو د نيول کېدو لامل روښانه نه دی. يوې سرچينې ادعا کړې چې د روغتون امر د قومي تعصبونو له وجې خپل همکاران د طالبانو استخباراتو ته په لاس ورکړي دي. د سرچينې په وينا، نيول شوي ډاکټران له هزاره قوم څخه دي.

سرچينې چې نه يې غوښتل هويت يې په ډاګه شي، وويل: «د شيخ علي روغتون امر پښتون دی او دا دوه ډاکټران يې د هزاره توب له وجې د طالبانو استخباراتو ته په لاس ورکړي دي. د شفاخانې امر هڅه کوي چې له دې روغتونه هزاره ګان حذف کړي او ده تر دې وړاندې هم تعصب پارونکي اقدامات کول.»

له شيخ‌علي ولسوالۍ څخه يوې بلې سرچينې له اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې تر دې وړاندې هم د شيخ‌علي د ۲۰ بستريز روغتون امر د دې روغتون کارکوونکي په منفک کېدلو ګواښلي و.

په پروان ولايت کې د طالبانو ځايي مسوولينو تر اوسه په دې اړه د اطلاعات روز د خبريال پوښتنې ته ځواب نه دی ويلی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه