اطلاعات روز: د طالبانو او امريکا تر منځ د دوحې تړون د درې کلنۍ پر مهال د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نيډ پرايس ويلي، چې طالبانو د دې هوکړې په ژمنو عمل نه دی کړی.
پرايس تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۰ د کب) د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په ودانۍ کې د خبرې غونډې پر مهال وويل، چې طالبانو په افغانستان کې د تروريستي ډلو پر وړاندې نامطلوب ګامونه اخيستي او د القاعده مشر امين الظواهري ته يې پناه ورکړې وه.
د پرايس په وينا، طالبانو د دوحې په تړون کې د افغانستان له ټولو سياستوالو سره د سياسي خبرو ژمنه کړې وه چې عمل يې نه دی پرې کړی. ده ټينګار کړی دی: چې «دا کار بايد وشي.»
د ده په وينا، د دوحې هوکړه لیک لکه له نومه «افغانستان ته د سولې راوستلو لپاره تړون» چې يې ښکاري، سولييز حل وړاندې کوي نه د طالبانو تسلط.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د خپلو خبرو پر مهال وويل، چې د نجونو د ښوونځيو تړلو په اړه د طالبانو پرېکړې د افغانستان له خلکو سره د دې ډلې ژمنه نقض کړې او له امريکا سره د دې ډلې پر تعامل يې هم د پام وړ اغېز کړی دی.
نيډ پرايس له طالبانو غوښتي، چې د افغانستان د خلکو په اړه دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او ښځو او نجونو ته دې د زده کړو او په ټولنه کې د بشپړ ګډون اجازه ورکړي.
ده په عين حال کې ويلي، چې امريکا وضعيت څاري او منتظره ده چې د دې مياشتې په وروستيو کې څه پېښېږي؛ تمه ده چې په دې وخت کې د افغانستان ښوونځي پرانستل کېږي.
پرايس زياته کړې چې زده کړه يو نړيوال پېژندل شوی بشري حق دی. د ده په وينا، د نجونو زده کړې د افغانستان د پرمختګ، اقتصادي ثبات او همدا راز د ودې لپاره د دې هيوا د ظرفيت لوړونې لپاره اړينې دي.
ده ټينګار کړی دی چې هيڅ هيواد هم په داسې توګه وده نه شي کولای چې د هغه هيوا د ټولنې نيمه برخه ښځې او نجونې زده کړو ته د لاسرسي له حقه بې برخې وي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په داسې حال کې طالبان د دوحې د تړون په نقض تورنوي چې د دې ډلې مشرانو دا تور رد کړی دی او بالمقابل يې امريکا د دوحې له تړون څخه په سرغړونې تورنه کړې.
