د امريکا د بهرنيو چارو وزارت: طالبانو د دوحې له هوکړې سرغړونه کړې

انځور: AP

اطلاعات روز: د طالبانو او امريکا تر منځ د دوحې تړون د درې کلنۍ پر مهال د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نيډ پرايس ويلي، چې طالبانو د دې هوکړې په ژمنو عمل نه دی کړی.

پرايس تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۰ د کب) د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په ودانۍ کې د خبرې غونډې پر مهال وويل، چې طالبانو په افغانستان کې د تروريستي ډلو پر وړاندې نامطلوب ګامونه اخيستي او د القاعده مشر امين الظواهري ته يې پناه ورکړې وه.

د پرايس په وينا، طالبانو د دوحې په تړون کې د افغانستان له ټولو سياستوالو سره د سياسي خبرو ژمنه کړې وه چې عمل يې نه دی پرې کړی. ده ټينګار کړی دی: چې «دا کار بايد وشي.»

د ده په وينا، د دوحې هوکړه لیک لکه له نومه «افغانستان ته د سولې راوستلو لپاره تړون» چې يې ښکاري، سولييز حل وړاندې کوي نه د طالبانو تسلط.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د خپلو خبرو پر مهال وويل، چې د نجونو د ښوونځيو تړلو په اړه د طالبانو پرېکړې د افغانستان له خلکو سره د دې ډلې ژمنه نقض کړې او له امريکا سره د دې ډلې پر تعامل يې هم د پام وړ اغېز کړی دی.

نيډ پرايس له طالبانو غوښتي، چې د افغانستان د خلکو په اړه دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او ښځو او نجونو ته دې د زده کړو او په ټولنه کې د بشپړ ګډون اجازه ورکړي.

ده په عين حال کې ويلي، چې امريکا وضعيت څاري او منتظره ده چې د دې مياشتې په وروستيو کې څه پېښېږي؛ تمه ده چې په دې وخت کې د افغانستان ښوونځي پرانستل کېږي.

پرايس زياته کړې چې زده کړه يو نړيوال پېژندل شوی بشري حق دی. د ده په وينا، د نجونو زده کړې د افغانستان د پرمختګ، اقتصادي ثبات او همدا راز د ودې لپاره د دې هيوا د ظرفيت لوړونې لپاره اړينې دي.

ده ټينګار کړی دی چې هيڅ هيواد هم په داسې توګه وده نه شي کولای چې د هغه هيوا د ټولنې نيمه برخه ښځې او نجونې زده کړو ته د لاسرسي له حقه بې‌ برخې وي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په داسې حال کې طالبان د  دوحې د تړون په نقض تورنوي چې د دې ډلې مشرانو دا تور رد کړی دی او بالمقابل يې امريکا د دوحې له تړون څخه په سرغړونې تورنه کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه