د خبريالانو مرکز: طالبانو پر تمدن ټلويزیون هجوم وړلو سره، د دغې رسنۍ کارکوونکي ګواښلي

اطلاعات روز: د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي، چې طالبانو په کابل کې پر تمدن خصوصي ټلويزیون هجوم ور وړی او د دې رسنۍ له کارکوونکو سره يې بد چلند کړی او ګواښلي يې دي.

په تمدن ټلويزیون کې يوې سرچينې چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي د افغانستان د خبريالانو مرکز ته ویلي چې دا پېښه تېره ورځ (سې‌شنبه، ۲۵ د سلواغې) شاوخوا ۴:۳۰ بجې شوې ده.

دې سرچينې ویلي، چې اووه يا اته وسله وال طالبان په تاوتريخوالي، توهينوونکي او ګواښونکي انداز ټلويزیون ته ننوتلي او د دې ټلويزیون کارکوونکي يې په تالار کې را ټول کړي دي.

د طالبانو دا غړي نيم ساعت وروسته د ټلويزیون له ودانۍ وتلي او د ټلويزیون دوه موټر يې هم له ځان سره وړي دي.

د سرچينې په وينا، طالبانو د خپل دې اقدام په اړه د تمدن ټلويزیون کارکوونکو ته څه نه دي ويلي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز پر دې رسنۍ د طالبانو هجوم وړنه خپلسری اقدام، د فشار راوستل او د يوې رسنۍ په چارو کې لاسوهنه بللې او ويلي يې دي چې د رسنيو د قانون له مخې دا کار ممنوع دی.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د طالبانو له چارواکو غوښتي چې پر تمدن ټلويزیون د خپلو ځواکونو د هجوم په اړه دې وضاحت ورکړي او د داسې پېښي د بيا کېدلو مخنيوی دې وکړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دې ډلې پر رسنيو پراخ بنديزونه لګولي دي.

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان نيمايي رسنۍ تړل شوې او ډېری خبريالانو هيواد پرېيښی دی.

اوس مهال چې په افغانستان کې کومې رسنۍ فعاليت لري، د طالبانو تر سانسور لاندې خپرونې وړاندې کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه