اطلاعات روز: د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي، چې طالبانو په کابل کې پر تمدن خصوصي ټلويزیون هجوم ور وړی او د دې رسنۍ له کارکوونکو سره يې بد چلند کړی او ګواښلي يې دي.
په تمدن ټلويزیون کې يوې سرچينې چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي د افغانستان د خبريالانو مرکز ته ویلي چې دا پېښه تېره ورځ (سېشنبه، ۲۵ د سلواغې) شاوخوا ۴:۳۰ بجې شوې ده.
دې سرچينې ویلي، چې اووه يا اته وسله وال طالبان په تاوتريخوالي، توهينوونکي او ګواښونکي انداز ټلويزیون ته ننوتلي او د دې ټلويزیون کارکوونکي يې په تالار کې را ټول کړي دي.
د طالبانو دا غړي نيم ساعت وروسته د ټلويزیون له ودانۍ وتلي او د ټلويزیون دوه موټر يې هم له ځان سره وړي دي.
د سرچينې په وينا، طالبانو د خپل دې اقدام په اړه د تمدن ټلويزیون کارکوونکو ته څه نه دي ويلي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز پر دې رسنۍ د طالبانو هجوم وړنه خپلسری اقدام، د فشار راوستل او د يوې رسنۍ په چارو کې لاسوهنه بللې او ويلي يې دي چې د رسنيو د قانون له مخې دا کار ممنوع دی.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د طالبانو له چارواکو غوښتي چې پر تمدن ټلويزیون د خپلو ځواکونو د هجوم په اړه دې وضاحت ورکړي او د داسې پېښي د بيا کېدلو مخنيوی دې وکړي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دې ډلې پر رسنيو پراخ بنديزونه لګولي دي.
د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان نيمايي رسنۍ تړل شوې او ډېری خبريالانو هيواد پرېيښی دی.
اوس مهال چې په افغانستان کې کومې رسنۍ فعاليت لري، د طالبانو تر سانسور لاندې خپرونې وړاندې کوي.
