اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش د زده کړو د نړيوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام د طالبانو له لوري د ښځو پر زده کړو بنديز ظالمانه ګڼلی او د لغو کېدو غوښتنه يې کړې.
نن (سېشنبه، ۴ د سلواغې/۲۴ جنوري) د زده کړو د نړيوالې ورځې سره برابره ده. د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او روزنیز سازمان (يونسکو) دا ورځ د افغانستان له زده کړو محرومو نجونو ته ځانګړې کړې ده.
ګوتريش د دې ورځې په مناسبت په خپل پيغام کې ويلي، چې نن د هغو ټولو تبعيضي قوانينو او تګلارو د پایته رسولو وخت دی چې زده کړو ته د لاسرسي مخه نيسي. ده ويلي: «زه په ځانګړي توګه په افغانستان کې له حاکمو چارواکو غواړم چې د نجونو پر منځنيو او لوړو زده کړو ظالمانه او ناکام بنديز دې ختم کړي.»
واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته دغې ډلې لومړی تر شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي وتړل او په دې وروستيو کې يې د نجونو لوړې زده کړې هم وځنډولې.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي ويلي، چې تعلیم يو اساسي بشري حق، د ټولنو او اقتصاد بستر او د هر فرد وړتيا ده.
ګوتريش زیاته کړې، چې تل د ده لپاره ټکان ورکونکې وه چې ښوونه او روزنه د دولت په ډېری سياستونو او د نړيوالې همکارۍ په اسنادو کې کم لومړيتوب لري.
ده ويلي: «د زده کړو د نننۍ نړيوالې ورځې موضوع موږ ته را يادوي چې پر خلکو د پانګونې لپاره، زده کړو ته لومړيتوب ورکړو.»
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په پيغام کې راغلي چې تېر کال د زده کړو د بدلون په غونډه کې تر ۱۳۰ پورې هيوادونو ژمنه وکړه چې ډاډ به تر لاسه کوي چې زده کړې به په نړيوال کيفيت سره د سياستونو او عمومي پانګونو په مرکزي موضوع بدلېږي.
ده زياته کړې ده چې اوس د دې وخت را رسېدلی چې دا ټول هيوادونه د دې غونډې ژمنې په مشخصو اقداماتو بدلې کړي.
