د زده کړو نړيواله ورځ؛ ګوتريش: طالبان دې د نجونو پر زده کړو «ظالمانه» بنديز ختم کړي

انځور: اناتولي خبري اژانس

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش د زده کړو د نړيوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام د طالبانو له لوري د ښځو پر زده کړو بنديز ظالمانه ګڼلی او د لغو کېدو غوښتنه يې کړې.

نن (سې‌شنبه، ۴ د سلواغې/۲۴ جنوري) د زده کړو د نړيوالې ورځې سره برابره ده. د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او روزنیز سازمان (يونسکو) دا ورځ د افغانستان له زده کړو محرومو نجونو ته ځانګړې کړې ده.

ګوتريش د دې ورځې په مناسبت په خپل پيغام کې ويلي، چې نن د هغو ټولو تبعيضي قوانينو او تګلارو د پایته رسولو وخت دی چې زده کړو ته د لاسرسي مخه نيسي. ده ويلي: «زه په ځانګړي توګه په افغانستان کې له حاکمو چارواکو غواړم چې د نجونو پر منځنيو او لوړو زده کړو ظالمانه او ناکام بنديز دې ختم کړي.»

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته دغې ډلې لومړی تر شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي وتړل او په دې وروستيو کې يې د نجونو لوړې زده کړې هم وځنډولې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ويلي، چې تعلیم يو اساسي بشري حق، د ټولنو او اقتصاد بستر او د هر فرد وړتيا ده.

ګوتريش زیاته کړې، چې تل د ده لپاره ټکان ورکونکې وه چې ښوونه او روزنه د دولت په ډېری سياستونو او د نړيوالې همکارۍ په اسنادو کې کم لومړيتوب لري.

ده ويلي: «د زده کړو د نننۍ نړيوالې ورځې موضوع موږ ته را يادوي چې پر خلکو د پانګونې لپاره، زده کړو ته لومړيتوب ورکړو.»

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په پيغام کې راغلي چې تېر کال د زده کړو د بدلون په غونډه کې تر ۱۳۰ پورې هيوادونو ژمنه وکړه چې ډاډ به تر لاسه کوي چې زده کړې به په نړيوال کيفيت سره د سياستونو او عمومي پانګونو په مرکزي موضوع بدلېږي.

ده زياته کړې ده چې اوس د دې وخت را رسېدلی چې دا ټول هيوادونه د دې غونډې ژمنې په مشخصو اقداماتو بدلې کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه