اطلاعات روز: طالبانو په بدخشان او کندهار ولايتونو کې د یو نجلۍ په ګډون ۱۱ تنه عام محضر کې د نامشروع اړيکو او غلا په تور په دُرو وهلي دي.
کندهار کې د طالبان د والي ویاند عطاءالله زید وایي، د دغه ولایت په احمد شاهي فوټبال لوبغالي کې نن (سېشنبه، ۲۷ د مرغومي) نهه تنه د نامشروع اړیکو او غلا په تور په دُرو وهل شوي دي.
نموړی زیاتوي، یاد کسان د دغې ډلې په محکمه کې له ۳۵ څخه تر ۳۹ پورې د دُرو وهلو په سزا محکوم شوي دي.
د طالبانو دویم ځل واکمنېدو وروسته دا په کندهار کې لومړی ځل دی چې عام محضر کې خلک په دُرو وهل کېږي.
دغه راز بدخشان کې ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو د دغه ولایت په شهدا ولسوالۍ کې یو هلک او نجلۍ پرون دوشنبه عام محضر کې په دُور وهلي دي.
یوې سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې دا هلک او نجلۍ د شهدا او بهارک ولسواليو اوسېدونکي دي او څو مياشتې وړاندې د طالبانو له خوا نيول شوي وو.
د دې سرچينې په وينا، په شهدا ولسوالۍ کې د طالبانو ابتدايه محکمې دا دوه نفره په ټیليفون کې د خبرو کولو او نامشروع اړيکو درلودلو له کبله ګناهګار ګڼلي او هر يو يې ۳۸ دُرې وهلی دی.
تر دې وړاندې هم طالبانو په بدخشان کې د څلور ښځو په ګډون ۲۵ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور عام محضر کې په دُرو وهلي وو.
