طالبانو په بدخشان او کندهار کې د یوې نجلۍ په ګډون ۱۱ تنه په دُرو ووهل

انځور: ټولنیزې رسنۍ

اطلاعات روز: طالبانو په بدخشان او کندهار ولايتونو کې د یو نجلۍ په ګډون ۱۱ تنه عام محضر کې د نامشروع اړيکو او غلا په تور په دُرو وهلي دي.

کندهار کې د طالبان د والي ویاند عطاءالله زید وایي، د دغه ولایت په احمد شاهي فوټبال لوبغالي کې نن (سې‌شنبه، ۲۷ د مرغومي) نهه تنه د نامشروع اړیکو او غلا په تور په دُرو وهل شوي دي.

نموړی زیاتوي، یاد کسان د دغې ډلې په محکمه کې له ۳۵ څخه تر ۳۹ پورې د دُرو وهلو په سزا محکوم شوي دي.

د طالبانو دویم ځل واکمنېدو وروسته دا په کندهار کې لومړی ځل دی چې عام محضر کې خلک په دُرو وهل کېږي.

دغه راز بدخشان کې ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو د دغه ولایت په شهدا ولسوالۍ کې یو هلک او نجلۍ پرون دوشنبه عام محضر کې په دُور وهلي دي.

یوې سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې دا هلک او نجلۍ د شهدا او بهارک ولسواليو اوسېدونکي دي او څو مياشتې وړاندې د طالبانو له خوا نيول شوي وو.

د دې سرچينې په وينا، په شهدا ولسوالۍ کې د طالبانو ابتدايه محکمې دا دوه نفره په ټیليفون کې د خبرو کولو او نامشروع اړيکو درلودلو له کبله ګناهګار ګڼلي او هر يو يې ۳۸ دُرې وهلی دی.

تر دې وړاندې هم طالبانو په بدخشان کې د څلور ښځو په ګډون ۲۵ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور عام محضر کې په دُرو وهلي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه