د بهرنیو چارو وزارت مخې ته چاودنه؛ طالبان: پنځه تنه وژل شوي او یو شمیر نور ټپيان دي

انځور: ټولنیزې رسنۍ

اطلاعات روز: کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، چې د دغه ډلې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته د نننۍ (چهارشنبه، ۲۱ د مرغومي) چاودنې په ترڅ کې پنځه تنه وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي.

نوموړي د چاودنې د څرنګوالي او د قربانيانو د هويت په اړه څه نه دي ویلي.

یوې عیني سرچینې وړاندې اطلاعات روز ته وویل، چې په دې چاودنه کې څه باندې ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه سرچينه چې د بهرنيو چارو وزارت يو کارکوونکى دى، اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې چاودنه د ځانمرګي بريد له امله شوې ده.

د هغه په ​​وينا، ځانمرګي بريدګر هغه مهال خپل چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې کارکوونکي د وزارت څخه د وتو په حال کې وو.

هغه وويل، چې تر ٢٠ زيات مړي او ټپيان روغتون ته لېږدول شوي چې ډېرى قربانيان يې د بهرنيو چارو وزارت کارکوونکي دي.

د بهرنیو چارو وزارت دغه کارکوونکی وايي، له څه مودې راهیسې د بهرنیو چارو وزارت سړک د ټولو موټرو پر مخ تړل شوی و او حتی تلوونکو خلکو هم د وزارت مخې ته د تېرېدو حق نه درلود او یوازې کارکوونکو د هویت کارت په درلودو سره تګ – راتګ کولای شو.

د هغه په ​​وينا، تر اوسه څرګنده نه ده، چې ځانمرګى بريدګر څنګه د وزارت تر دروازې ورسېد.

د طالبانو د سرپرست حکومت د رییس الوزرا د مطبوعاتي دفتر یو کارکوونکی احمدالله متقي هم وايي، چې یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل د بهرنیو چارو وزارت ته ننوځي، خو مخکې له دې چې هدف ته ورسیږي خپلو چاودیدونکو توکو ته یې چاودنه ورکړه.

د هغه په ​​وينا، چاودنه په داسې حال کې شوې، چې د بهرنيو چارو وزارت کارکوونکي د رخصتۍ په حال کې وو.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دغې چاودنې د رامنځته کیدو او د اوښتې مرګ ژوبلې پخلی کوي؛ خو د تلفاتو په اړه یې کره شمیرې نه دي وړاندې کړي.

پر خواله رسنیو په خپاره شوي انځور کې لیدل کېږي چې څو کسان پر سړک پراته دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی. د طالبانو له واکمنۍ وروسته داعش ډلې ډیر کله د دغه ډول بریدونو مسوولیت منلی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه