اطلاعات روز: کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، چې د دغه ډلې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته د نننۍ (چهارشنبه، ۲۱ د مرغومي) چاودنې په ترڅ کې پنځه تنه وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي.
نوموړي د چاودنې د څرنګوالي او د قربانيانو د هويت په اړه څه نه دي ویلي.
یوې عیني سرچینې وړاندې اطلاعات روز ته وویل، چې په دې چاودنه کې څه باندې ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه سرچينه چې د بهرنيو چارو وزارت يو کارکوونکى دى، اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې چاودنه د ځانمرګي بريد له امله شوې ده.
د هغه په وينا، ځانمرګي بريدګر هغه مهال خپل چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې کارکوونکي د وزارت څخه د وتو په حال کې وو.
هغه وويل، چې تر ٢٠ زيات مړي او ټپيان روغتون ته لېږدول شوي چې ډېرى قربانيان يې د بهرنيو چارو وزارت کارکوونکي دي.
د بهرنیو چارو وزارت دغه کارکوونکی وايي، له څه مودې راهیسې د بهرنیو چارو وزارت سړک د ټولو موټرو پر مخ تړل شوی و او حتی تلوونکو خلکو هم د وزارت مخې ته د تېرېدو حق نه درلود او یوازې کارکوونکو د هویت کارت په درلودو سره تګ – راتګ کولای شو.
د هغه په وينا، تر اوسه څرګنده نه ده، چې ځانمرګى بريدګر څنګه د وزارت تر دروازې ورسېد.
د طالبانو د سرپرست حکومت د رییس الوزرا د مطبوعاتي دفتر یو کارکوونکی احمدالله متقي هم وايي، چې یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل د بهرنیو چارو وزارت ته ننوځي، خو مخکې له دې چې هدف ته ورسیږي خپلو چاودیدونکو توکو ته یې چاودنه ورکړه.
د هغه په وينا، چاودنه په داسې حال کې شوې، چې د بهرنيو چارو وزارت کارکوونکي د رخصتۍ په حال کې وو.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دغې چاودنې د رامنځته کیدو او د اوښتې مرګ ژوبلې پخلی کوي؛ خو د تلفاتو په اړه یې کره شمیرې نه دي وړاندې کړي.
پر خواله رسنیو په خپاره شوي انځور کې لیدل کېږي چې څو کسان پر سړک پراته دي.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی. د طالبانو له واکمنۍ وروسته داعش ډلې ډیر کله د دغه ډول بریدونو مسوولیت منلی دی.
