طالبانو تخار کې څلور تنه د قمار په تور له محاکمې وړاندې په دُرو ووهل

الجزیره

اطلاعات روز: د تخار ولايت د درقد ولسوالۍ یو شمیر اوسېدونکي وايي، چې طالبانو څلور کسه د قمار په تور له محاکمې پرته عام محضر کې په دُرو وهلي.

د سيمې يوه اوسېدونکي چې د درقد ولسوالۍ په بازار کې دوکان لري، اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې دا کسان تېره ورځ (سې‌شنبه، ۲۰ د مرغومي) ماسپښین شاوخوا ۳:۰۰ بجې د درقد ولسوالۍ په بازار کې له يوه کور څخه د قمار کولو په تور نيول شوي دي.

د سرچينې په وينا، طالبانو دا خلک په يوه صحرايي محکمه کې د خلکو په وړاندې په دُرو ووهل او بيا يې د تخار مرکز تالقان ښار ته يووړل.

په تخار ولايت کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند مبين صافی د دې کسانو نيول مني او وايي، چې له دوی سره څو مبايلونه، يوه توپنګچه، سګريټ او يو څه هيروين نيول شوي دي.

صافي قمار وهل حرام وګڼل او ويې ويل چې تورن کسان به له احکامو سره سم مجازات شي. د ده په وينا، د دې څلورو نفرو قضيه د طالبانو عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوې ده.

طالبانو تر دې وړاندې د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې په لسګونو خلک د غلا او نورو جرمونو په تور محکمه کړي او هغوی يې په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه