اطلاعات روز: د تخار ولايت د درقد ولسوالۍ یو شمیر اوسېدونکي وايي، چې طالبانو څلور کسه د قمار په تور له محاکمې پرته عام محضر کې په دُرو وهلي.
د سيمې يوه اوسېدونکي چې د درقد ولسوالۍ په بازار کې دوکان لري، اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې دا کسان تېره ورځ (سېشنبه، ۲۰ د مرغومي) ماسپښین شاوخوا ۳:۰۰ بجې د درقد ولسوالۍ په بازار کې له يوه کور څخه د قمار کولو په تور نيول شوي دي.
د سرچينې په وينا، طالبانو دا خلک په يوه صحرايي محکمه کې د خلکو په وړاندې په دُرو ووهل او بيا يې د تخار مرکز تالقان ښار ته يووړل.
په تخار ولايت کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند مبين صافی د دې کسانو نيول مني او وايي، چې له دوی سره څو مبايلونه، يوه توپنګچه، سګريټ او يو څه هيروين نيول شوي دي.
صافي قمار وهل حرام وګڼل او ويې ويل چې تورن کسان به له احکامو سره سم مجازات شي. د ده په وينا، د دې څلورو نفرو قضيه د طالبانو عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوې ده.
طالبانو تر دې وړاندې د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې په لسګونو خلک د غلا او نورو جرمونو په تور محکمه کړي او هغوی يې په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
