اطلاعات روز: ننګرهار کې د سوک وهنې ملي لوبډلې ته د غوراوي په موخه د دغه ولایت په کوربتوب د هېواد ۲۵ ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ پېل شوې.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د المپيک ریاست مطبوعاتي مسوول علي قادري وایي، په دې سیالیو کې د ننګرهار په ګډون ۲۵ ولایتونه برخه لري، چې موخه یې د سوک وهنې ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکنه ده.
هغه وایي، دغه سیالۍ به ۸ ورځې دوام وکړي او په ترڅ کې به یې په بېلابېلو سني کټګوريو او وزنونو کې ۲۶ تنه لوبغاړي د ملي لوبډلې لپاره وټاکل شي.
علي قادري زیاتوي:«ننګرهار کې چې د سوک وهنې کومې سیالۍ پېل شوي پکې له پنجشېر، پروان، بغلان، سمنګان، فارياب، تخار، کندز، کابل، لغمان، کونړ، نورستان، غزني، کندهار، هلمند، هرات، نيمروز، غور، لوګر، پکتیا، خوست، پکتيکا، باميان، وردګ، بلخ او ننګرهار ولایتونو څخه ١٨٨ ورزشکاران ګډون لري، چې موخه یې د سوک وهنې ملي لوبډلې ته د لوبغاړو غوره ټاکنه ده.»
په دغه سیالیو کې لوبیدونکي لوبغاړي هم خوښي څرګندوي چې ورته ملي لوبډلې ته د لار موندنې په موخه سیالۍ پیل شوې.
قدیر خان چې له کونړ ولایت څخه په یادو سیالیو کې ګډون لري وایي، له تېرو څو میاشتو دې سیالیو ته په تمه و.
نوموړی د دا ډول سیالیو د زیاتیدو غوښتنه کوي او وایي، چې المپيک ریاست دې په کور دننه او د باندې سوک وهونکو ته د سیالیو زمینه برابره کړي.
د ننګرهار د المپیک ریاست د معلوماتو له مخې دغه سیالۍ به ۸ ورځې دوام وکړي او په ترڅ کې به یې په بېلابېلو سني کټګوريو او وزنونو کې ۲۶ تنه لوبغاړي د ملي لوبډلې لپاره وټاکل شي.
