ننګرهار کې د سوک ‌وهنې ملي لوبډلې لپاره د غوراوي سیالۍ پېل شوې

اطلاعات روز: ننګرهار کې د سوک وهنې ملي لوبډلې ته د غوراوي په موخه د دغه ولایت په کوربتوب د هېواد ۲۵ ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ پېل شوې.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د المپيک ریاست مطبوعاتي مسوول علي قادري وایي، په دې سیالیو کې د ننګرهار په ګډون ۲۵ ولایتونه برخه لري، چې موخه یې د سوک وهنې ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکنه ده.

هغه وایي، دغه سیالۍ به ۸ ورځې دوام وکړي او په ترڅ کې به یې په بېلابېلو سني کټګوريو او وزنونو کې ۲۶ تنه لوبغاړي د ملي لوبډلې لپاره وټاکل شي.

علي قادري زیاتوي:«ننګرهار کې چې د سوک وهنې کومې سیالۍ پېل شوي پکې له پنجشېر، پروان، بغلان، سمنګان، فارياب، تخار، کندز، کابل، لغمان، کونړ، نورستان، غزني، کندهار، هلمند، هرات، نيمروز، غور، لوګر، پکتیا، خوست، پکتيکا، باميان، وردګ، بلخ او ننګرهار ولایتونو څخه  ١٨٨ ورزشکاران ګډون لري، چې موخه یې د سوک وهنې ملي لوبډلې ته د لوبغاړو غوره ټاکنه ده.»

په دغه سیالیو کې لوبیدونکي لوبغاړي هم خوښي څرګندوي چې ورته ملي لوبډلې ته د لار موندنې په موخه سیالۍ پیل شوې.

قدیر خان چې له کونړ ولایت څخه په یادو سیالیو کې ګډون لري وایي، له تېرو څو میاشتو دې سیالیو ته په تمه و.

نوموړی د دا ډول سیالیو د زیاتیدو غوښتنه کوي او وایي، چې المپيک ریاست دې په کور دننه او د باندې سوک وهونکو ته د سیالیو زمینه برابره کړي.

د ننګرهار د المپیک ریاست د معلوماتو له مخې دغه سیالۍ به ۸ ورځې دوام وکړي او په ترڅ کې به یې په بېلابېلو سني کټګوريو او وزنونو کې ۲۶ تنه لوبغاړي د ملي لوبډلې لپاره وټاکل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه