اطلاعات روز: د طالبانو له لوري په افغانستان کې د ښځو پر کار او زده کړو بنديز ته د نړيوالو غبرګونونو په دوام، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوتریش دا بنديز د بشري حقونو نه توجيه کېدونکی نقض ګڼلی او د هغه پر لغوه کېدو يې ټينګار کړی دی.
نوموړي تېره شپه (سېشنبه، ۶ د مرغومي) په يوه ټويټ کې ليکلي: «د ښځو او نجونو د زده کړو او کار په برخه کې د طالبانو وروستي بنديزونه، د بشري حقونو نه توجيه کېدونکی نقض دی او بايد لېرې شي.»
ګوتریش ويلي، چې د ښځو او نجونو د شړلو او چوپولو لپاره دا اقدامات، د افغانستان د خلکو ځور او کړاو دوامداره کوي.
طالبانو په دې وروستيو کې د ښځو پر زده کړو له بنديزه سره – سره په غير دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار هم بنديز لګولی دی. تر دې وړاندې يې هم په دولتي ادارو کې کارکوونکې ښځې پر کورونو کېنولې وې.
د طالبانو وروستيو دوو پرېکړو نړيوال غبرګونونه راپارولي دي. د اسلامي هيوادونو په ګډون نورو هيوادونو او نړيوالو سازمانونو دا اقدمات غندلي دي.
