د ملګرو ملتونو عمومي منشي: طالبان بايد د ښځو پر کار او زده کړو بنديز لغوه کړي

اطلاعات روز: د طالبانو له لوري په افغانستان کې د ښځو پر کار او زده کړو بنديز ته د نړيوالو غبرګونونو په دوام، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوتریش دا بنديز د بشري حقونو نه توجيه کېدونکی نقض ګڼلی او د هغه پر لغوه کېدو يې ټينګار کړی دی.

نوموړي تېره شپه (سې‌شنبه، ۶ د مرغومي) په يوه ټويټ کې ليکلي: «د ښځو او نجونو د زده کړو او کار په برخه کې د طالبانو وروستي بنديزونه، د بشري حقونو نه توجيه کېدونکی نقض دی او بايد لېرې شي.»

ګوتریش ويلي، چې د ښځو او نجونو د شړلو او چوپولو لپاره دا اقدامات، د افغانستان د خلکو ځور او کړاو دوامداره کوي.

طالبانو په دې وروستيو کې د ښځو پر زده کړو له بنديزه سره – سره په غير دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار هم بنديز لګولی دی. تر دې وړاندې يې هم په دولتي ادارو کې کارکوونکې ښځې پر کورونو کېنولې وې.

د طالبانو وروستيو دوو پرېکړو نړيوال غبرګونونه راپارولي دي. د اسلامي هيوادونو په ګډون نورو هيوادونو او نړيوالو سازمانونو دا اقدمات غندلي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه