اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې اجرايوي مديرې سيما باهوش د ښځو د کار او زده کړو بنديز ته په غبرګون کې ويلي چې طالبانو د افغانستان ښځو او نجونو ته د زيان رسونې نوې لارې موندلې دي.
هغې تېره شپه (سېشنبه، ۶ د مرغومي) د يوې بیانیې په خپرولو سره، د طالبانو وروستي بنديزونه د ښځو دوامداره ځورول ګڼلي او په کلکو ټکو يې غندلي دي.
د باهوش په وینا، د ښځو پر کار او زده کړو بنديز د ښځو د حقونو او بشري اصولو ښکاره نقض دی.
د ملګرو ملتونو د ښځينه برخې اجرايوي مديرې زیاته کړې، چې طالبانو د مرستندويه سازمانونو په هڅو کې د ښځو پر ګډون بندیز سره هغه مرستې ځنډولي چې د افغانستان نيم نفوس ورباندې تکیه کوله.
د دې په وينا، د کورنيو د ښځينه سرپرستانو په ګډون ۱۱ ميليونه ښځو او نجونو ته حياتي مرستې نورې نه رسېږي.
سيما باهوش ویلي، چې ډېری ملي او نړيوال غير دولتي سازمانونه له ښځينه کارمندانو پرته فعاليت نشي کولای.
د دې په وينا، د طالبانو وروستۍ پرېکړې د هغو ښځو او نجونو کړاو نور هم زياتوي چې اوس مهال له خطر سره مخ دي.
د سيما باهوش په خبره: «د يوه بشري ناورين په وړاندې د افغانستان له سختو ننګونو څخه د تېرېدو په لار کې د نيمايي وګړو د ونډې له منځه وړلو بل ستر ناورين نشته.»
نموړې ويلي، چې د ملګرو ملتونو د ښځو برخه د افغانستان له ښځو او نجونو سره په بشپړ ډول ولاړه ده.
په افغانستان کې په ملي او نړيوالو موسېسو کې د ښځو پر کار بنديز نړيوال غبرګونونه را پارولي دي. دا موسېسې اوس مهال اړمنو ته مرستې رسوي.
تر اوسه څلورو نړيوالو مرسته رسوونکو سازمانونو د طالبانو له لوري په غير دولتي موسېساتو کې د ښځو د کار بنديز ته په غبرګون کې خپل فعاليتونه درولي دي.
