د ملګرو ملتونو د ښځينه برخې اجرايوي مديره: له زده کړو او کار څخه د ښځو بندول، د طالبانو لخوا د ښځو دوامداره ځورول دي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې اجرايوي مديرې سيما باهوش د ښځو د کار او زده کړو بنديز ته په غبرګون کې ويلي چې طالبانو د افغانستان ښځو او نجونو ته د زيان رسونې نوې لارې موندلې دي.

هغې تېره شپه (سې‌شنبه، ۶ د مرغومي) د يوې بیانیې په خپرولو سره، د طالبانو وروستي بنديزونه د ښځو دوامداره ځورول ګڼلي او په کلکو ټکو يې غندلي دي.

د باهوش په وینا، د ښځو پر کار او زده کړو بنديز د ښځو د حقونو او بشري اصولو ښکاره نقض دی.

د ملګرو ملتونو د ښځينه برخې اجرايوي مديرې زیاته کړې، چې طالبانو د مرستندويه سازمانونو په هڅو کې د ښځو پر ګډون بندیز سره هغه مرستې ځنډولي چې د افغانستان نيم نفوس ورباندې تکیه کوله.

د دې په وينا، د کورنيو د ښځينه سرپرستانو په ګډون ۱۱ ميليونه ښځو او نجونو ته حياتي مرستې نورې نه رسېږي.

سيما باهوش ویلي، چې ډېری ملي او نړيوال غير دولتي سازمانونه له ښځينه کارمندانو پرته فعاليت نشي کولای.

د دې په وينا، د طالبانو وروستۍ پرېکړې د هغو ښځو او نجونو کړاو نور هم زياتوي چې اوس مهال له خطر سره مخ دي.

د سيما باهوش په خبره: «د يوه بشري ناورين په وړاندې د افغانستان له سختو ننګونو څخه د تېرېدو په لار کې د نيمايي وګړو د ونډې له منځه وړلو بل ستر ناورين نشته.»

نموړې ويلي، چې د ملګرو ملتونو د ښځو برخه د افغانستان له ښځو او نجونو سره په بشپړ ډول ولاړه ده.

په افغانستان کې په ملي او نړيوالو موسېسو کې د ښځو پر کار بنديز نړيوال غبرګونونه را پارولي دي. دا موسېسې اوس مهال اړمنو ته مرستې رسوي.

تر اوسه څلورو نړيوالو مرسته رسوونکو سازمانونو د طالبانو له لوري په غير دولتي موسېساتو کې د ښځو د کار بنديز ته په غبرګون کې خپل فعاليتونه درولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه