ننګرهار میشتي: له زده‌کړو د نجونو منع کول د طالبانو د زوال نښه ده

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت یو شمیر اوسیدونکي وایي، چې طالبان دې افغان نجونې له زده کړو نه منع کوي ځکه د دوی په باور چې له زده‌کړو د نجونو منع کول به خطرناکې او ناوړه پایلې لري.

د دغه ولایت دمرکز جلال اباد ښار اوسیدونکی رضوان الله وایي، طالبان دې د سیاسي موخو لپاره د نجونو پر زده کړو بندیزونه نه لګوي؛ ځکه د ده په خبره که طالبان دې کار ته دوام ورکړي نو نه یوازې د نړیوالې ټولنې بندیزونه به پرې زیات شي بلکي د هیواد په داخل کې به هم د عامو افغانانو له توندو غبرګونونو سره مخ شي.

رضوان الله زیاتوي:«که طالبان  د سیاسي موخو لپاره دنجونو زده کړې بندوي دا به ناوړه پایلې ولري او حتا د طالبانو د اوسني حکومت پر وړاندې به خلک راپورته شي.»

د دغه ولایت یو بل اوسیدونکي چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي، چې د طالبانو له لوري تازه پوهنتونونو ته د نجونو پر ورتګ د طالبانو د اوسني حکومت د زوال او له منځه تللو نښه ده.

نوموړی همداراز وایي، چې په ټولنه کې د نارینه و سره–سره ښځینه هم حق لري چې زده کړې وکړي او د هیواد راتلوونکی وټاکي.

هغه ټینګار کوي چې طالبان دې له نړیوالو سره د تعامل سربیره د هیواد په داخل کې د نجونو پرمخ د تړلو ښوونځيو سربیره د پوهنتونونو په اړه کړې پریکړه هم بیرته واخلي.

هغه زیاتوي: که طالبان د نجونو د زده کړو پر وړاندې بندیزونو ته دوام ورکوي نو پوه شئ چې دا د طالبانو د زوال،کمروزۍ نښه ده.»

محمد شاه دننګرهار هغه اوسیدونکی دی چې لور یې د سږني کانکور په ازموینه کې طب پوهنځي ته بریالۍ شوې.

هغه له زده‌کړو د نجونو د منع کولو په اړه د طالبانو له خوا وړاندې شوي دلایل غیر موجه بولي او وایي، چې طالبان دې د نجونو زده کړو پر وړاندې د ستونزو پرځای اسانتیاوې برابرې کړي.

د نوموړي په خبره چې له زده‌کړو د ښځینه و منعه کول به د هیواد راتلوونکی وننګوي.

محمد شاه زیاتوي:« طالبان دې نجونو تړلي ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي ځکه په دې سره نه یوازې دا چې د ولس او حکومت ترمنځ واټن رامنځته کیږي بلکې ځینې پریکړې د افغاني کلتور او د اسلام مبین دین خلاف هم وي نو په کار ده چې باید طالبان د پوهنتونونو په اړه کړې پریکړه بیرته واخلي.»

د یادونې وړ ده چې د طالبانو له لوري پوهنتونونو ته د نجونو پر ورتګ بندیز په هیواد دننه او بهر سخت غبرګونونه راپارولي دي.

تازه د دغه غبرګونونو په دوام اوس مصر کې د الازهر پوهنتون مشرتابه پلاوي ویلي، چې افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو له ممنوعیته خواشیني دي.

الازهر پوهنتون څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د طالبانو دغه اقدام د اسلامي شریعت خلاف عمل دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې زده‌کړې او تحصیل مشروع حق دی، چې اسلام په برابره توګه ښځینه او نارینه‌و ته ورکړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه