اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت یو شمیر اوسیدونکي وایي، چې طالبان دې افغان نجونې له زده کړو نه منع کوي ځکه د دوی په باور چې له زدهکړو د نجونو منع کول به خطرناکې او ناوړه پایلې لري.
د دغه ولایت دمرکز جلال اباد ښار اوسیدونکی رضوان الله وایي، طالبان دې د سیاسي موخو لپاره د نجونو پر زده کړو بندیزونه نه لګوي؛ ځکه د ده په خبره که طالبان دې کار ته دوام ورکړي نو نه یوازې د نړیوالې ټولنې بندیزونه به پرې زیات شي بلکي د هیواد په داخل کې به هم د عامو افغانانو له توندو غبرګونونو سره مخ شي.
رضوان الله زیاتوي:«که طالبان د سیاسي موخو لپاره دنجونو زده کړې بندوي دا به ناوړه پایلې ولري او حتا د طالبانو د اوسني حکومت پر وړاندې به خلک راپورته شي.»
د دغه ولایت یو بل اوسیدونکي چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي، چې د طالبانو له لوري تازه پوهنتونونو ته د نجونو پر ورتګ د طالبانو د اوسني حکومت د زوال او له منځه تللو نښه ده.
نوموړی همداراز وایي، چې په ټولنه کې د نارینه و سره–سره ښځینه هم حق لري چې زده کړې وکړي او د هیواد راتلوونکی وټاکي.
هغه ټینګار کوي چې طالبان دې له نړیوالو سره د تعامل سربیره د هیواد په داخل کې د نجونو پرمخ د تړلو ښوونځيو سربیره د پوهنتونونو په اړه کړې پریکړه هم بیرته واخلي.
هغه زیاتوي: که طالبان د نجونو د زده کړو پر وړاندې بندیزونو ته دوام ورکوي نو پوه شئ چې دا د طالبانو د زوال،کمروزۍ نښه ده.»
محمد شاه دننګرهار هغه اوسیدونکی دی چې لور یې د سږني کانکور په ازموینه کې طب پوهنځي ته بریالۍ شوې.
هغه له زدهکړو د نجونو د منع کولو په اړه د طالبانو له خوا وړاندې شوي دلایل غیر موجه بولي او وایي، چې طالبان دې د نجونو زده کړو پر وړاندې د ستونزو پرځای اسانتیاوې برابرې کړي.
د نوموړي په خبره چې له زدهکړو د ښځینه و منعه کول به د هیواد راتلوونکی وننګوي.
محمد شاه زیاتوي:« طالبان دې نجونو تړلي ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي ځکه په دې سره نه یوازې دا چې د ولس او حکومت ترمنځ واټن رامنځته کیږي بلکې ځینې پریکړې د افغاني کلتور او د اسلام مبین دین خلاف هم وي نو په کار ده چې باید طالبان د پوهنتونونو په اړه کړې پریکړه بیرته واخلي.»
د یادونې وړ ده چې د طالبانو له لوري پوهنتونونو ته د نجونو پر ورتګ بندیز په هیواد دننه او بهر سخت غبرګونونه راپارولي دي.
تازه د دغه غبرګونونو په دوام اوس مصر کې د الازهر پوهنتون مشرتابه پلاوي ویلي، چې افغانستان کې د نجونو د زدهکړو له ممنوعیته خواشیني دي.
الازهر پوهنتون څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د طالبانو دغه اقدام د اسلامي شریعت خلاف عمل دی.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې زدهکړې او تحصیل مشروع حق دی، چې اسلام په برابره توګه ښځینه او نارینهو ته ورکړی دی.
