د نجونو د زده کړو ځنډېدل؛ د بلخ پوهنتون درې استادانو استعفاوې ورکړې

اطلاعات روز: تر کابل او ځينو ولايتونو وروسته، اوس د بلخ ولايت د خصوصي او دولتي پوهنتونو ځينو استادانو هم د نجونو زده کړو ځنډېدلو په غبرګون کې له استادۍ استعفاوې ورکړې دي.

د بلخ پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد رشاد جماليار پر خپله فيسبوک پاڼه ليکلي: «د ټولنې د سترې برخې (نجونو) په وړاندې د زده کړو د دروازو تړل کېدو په اعتراض کې، زه د استادۍ له سپيڅلې دندې استعفا کوم.»

د بلخ پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي استاد فردوس پيرزا د خپلې استعفا په اعلانولو سره ليکلي: «په پوهنتونو کې د نجونو د زده کړو ځنډېدلو پرېکړي ته په پام مې، له ځان سره پرېکړه وکړه چې تر څو نجونې د نارينه‌و په څېر د زده کړو حق ونه لري، زه به تدريس ونه کړم.»

په مزار شريف ښار کې د تاج خصوصي پوهنتون استاد نصير احمد هم له خپلې دندې استعفا کړې او پر خپل فيسبوک يې ليکلي: «زه د يوه داسې ورور په توګه چې خويندې مې نن ورځ له زده کړو کولو محرومې دي، د استادۍ له مسلکه استعفا کوم.»

تر دې وړاندې هم د هيواد د بېلابېلو پوهنتونو ۱۳ استادانو خپلې استعفاوې اعلان کړې وې.

دا اقدام تر هغه وروسته پېل شو چې طالبانو تر نامعلومې نيټې د نجونو لوړې زده کړې وځنډولې.

د نجونو د زده کړو ځنډولو پرېکړه چې دوې ورځې وړاندې وشوه، پراخ داخلي او بهرني غبرګونونه يې را پارولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه