اطلاعات روز: تر کابل او ځينو ولايتونو وروسته، اوس د بلخ ولايت د خصوصي او دولتي پوهنتونو ځينو استادانو هم د نجونو زده کړو ځنډېدلو په غبرګون کې له استادۍ استعفاوې ورکړې دي.
د بلخ پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد رشاد جماليار پر خپله فيسبوک پاڼه ليکلي: «د ټولنې د سترې برخې (نجونو) په وړاندې د زده کړو د دروازو تړل کېدو په اعتراض کې، زه د استادۍ له سپيڅلې دندې استعفا کوم.»
د بلخ پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي استاد فردوس پيرزا د خپلې استعفا په اعلانولو سره ليکلي: «په پوهنتونو کې د نجونو د زده کړو ځنډېدلو پرېکړي ته په پام مې، له ځان سره پرېکړه وکړه چې تر څو نجونې د نارينهو په څېر د زده کړو حق ونه لري، زه به تدريس ونه کړم.»
په مزار شريف ښار کې د تاج خصوصي پوهنتون استاد نصير احمد هم له خپلې دندې استعفا کړې او پر خپل فيسبوک يې ليکلي: «زه د يوه داسې ورور په توګه چې خويندې مې نن ورځ له زده کړو کولو محرومې دي، د استادۍ له مسلکه استعفا کوم.»
تر دې وړاندې هم د هيواد د بېلابېلو پوهنتونو ۱۳ استادانو خپلې استعفاوې اعلان کړې وې.
دا اقدام تر هغه وروسته پېل شو چې طالبانو تر نامعلومې نيټې د نجونو لوړې زده کړې وځنډولې.
د نجونو د زده کړو ځنډولو پرېکړه چې دوې ورځې وړاندې وشوه، پراخ داخلي او بهرني غبرګونونه يې را پارولي دي.
