ختیځو ولایتونو کې له ۲۰۲۱ میلادي کال راهیسې ۲۰۰ کسان پر ایډز اخته شوي

اطلاعات روز: د ډېسمبر میاشت لومړۍ نېټه هر کال په ټوله نړۍ کې له ایډيز سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.

د یادې لمانځنې پرمهال روغتیایي چارواکو نن (پنج‌شنبه،۱۰ د لیندۍ) وویل، چې اوسمهال په ختیځ کونړ، نورستان، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې له ۲۰۲۱ میلادي کال راهیسې تر اوسه پورې د ایډز ۲۰۰ پېښې ثبت شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د ساري ناروغیو د کنټرول مسول ډاکتر عبدالرشید وفا وایي، چې د ۲۰۰ کسانو له ډلې یې ۱۰۷ نارینه، ۸۳ میرمنې او یوولس ماشومان دي چې پر ایډز ناروغۍ اخته شوي دي.

نوموړي ددې ناروغۍ د زیاتوالي په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه، چې له پخوا څخه اوس د ایډز ناروغۍ د پېښو د تشخیص مرکزونه ډېر شوي دي.

په همدې حال کې دننګرهار د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو مرستیال مولوي عطاالرحمن فاتح وایي، چې د پخوا په پرتله په دغه ولایت کې د ساري ناروغیو په خاص ډول د ایډز ناروغۍ د مخینوي او خلکو ته د عامه پوهاوي په برخه کې روغتیایي خدمات وړاندې کړي دي.

روغتیاپالان وايي، په افغانستان کې ډېری کسان داسې فکر کوي چې ایډز یوازې د جنسي اړیکې له لارې له ناروغ کس څخه روغ ته لېږدېږي چې له امله معمولا په ایډز ناروغۍ اخته کسان په افغانستان کې منزوي او د ټولنې تر پوستکي لاندې پټ دي.

ډاکټر سبحان الله وایي، ګڼې نورې لارې هم شته چې له امله یې پر یاد وېروس د اخته انسان وینه د روغ انسان د وینې جریان ته داخلېدای او دغه وېروس ور سره لېږدېدای شي لکه استعمال شویو سرنجونو له لارې، د ویښتانو خریلو د استعمال شویو پاکي ګانو له لارې، د غاښونو ډاکټرانو د نا تعقیم شویو وسایلو له لارې او همداسې نورې.

د راپورنو پر بنسټ د دې ناروغۍ د پیدا کېدو او تشخیص راهیسې په ټوله نړۍ کې ۷۸ میلیونه کسان په ایډز اخته شوي او ۳۵ میلیونه انسانان یې وژلي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه