اطلاعات روز: د ډېسمبر میاشت لومړۍ نېټه هر کال په ټوله نړۍ کې له ایډيز سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.
د یادې لمانځنې پرمهال روغتیایي چارواکو نن (پنجشنبه،۱۰ د لیندۍ) وویل، چې اوسمهال په ختیځ کونړ، نورستان، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې له ۲۰۲۱ میلادي کال راهیسې تر اوسه پورې د ایډز ۲۰۰ پېښې ثبت شوي دي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د ساري ناروغیو د کنټرول مسول ډاکتر عبدالرشید وفا وایي، چې د ۲۰۰ کسانو له ډلې یې ۱۰۷ نارینه، ۸۳ میرمنې او یوولس ماشومان دي چې پر ایډز ناروغۍ اخته شوي دي.
نوموړي ددې ناروغۍ د زیاتوالي په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه، چې له پخوا څخه اوس د ایډز ناروغۍ د پېښو د تشخیص مرکزونه ډېر شوي دي.
په همدې حال کې دننګرهار د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو مرستیال مولوي عطاالرحمن فاتح وایي، چې د پخوا په پرتله په دغه ولایت کې د ساري ناروغیو په خاص ډول د ایډز ناروغۍ د مخینوي او خلکو ته د عامه پوهاوي په برخه کې روغتیایي خدمات وړاندې کړي دي.
روغتیاپالان وايي، په افغانستان کې ډېری کسان داسې فکر کوي چې ایډز یوازې د جنسي اړیکې له لارې له ناروغ کس څخه روغ ته لېږدېږي چې له امله معمولا په ایډز ناروغۍ اخته کسان په افغانستان کې منزوي او د ټولنې تر پوستکي لاندې پټ دي.
ډاکټر سبحان الله وایي، ګڼې نورې لارې هم شته چې له امله یې پر یاد وېروس د اخته انسان وینه د روغ انسان د وینې جریان ته داخلېدای او دغه وېروس ور سره لېږدېدای شي لکه استعمال شویو سرنجونو له لارې، د ویښتانو خریلو د استعمال شویو پاکي ګانو له لارې، د غاښونو ډاکټرانو د نا تعقیم شویو وسایلو له لارې او همداسې نورې.
د راپورنو پر بنسټ د دې ناروغۍ د پیدا کېدو او تشخیص راهیسې په ټوله نړۍ کې ۷۸ میلیونه کسان په ایډز اخته شوي او ۳۵ میلیونه انسانان یې وژلي دي.
