اطلاعات روز: پنجشیر ولایت کې باوري سرچینې وايي، چې طالبانو د عبدالحمید خراساني ورور او څلور ساتونکي د وسلو د قاچاق په تور نیولي دي.
خراساني د تېر حکومت د پرځیدو په وروستیو کې له طالبانو سره يو ځای شوی و، او د دغې ډلې تر واکمنۍ وروسته د پنجشېر د امنيت امر په توګه ټاکل شوی و.
په دې وروستیو کې د هغه څه له امله چې نوموړی یې د پنجشیري طالبانو پر وړاندې تبعیض بولي وايي، چې له دغې ډلې څخه جلا شوی دی.
خراساني په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې ورور او ساتونکي یې په «ناحقه» نیول شوي دي.
خو په پنجشېر کې يوې ځايي سرچينې له اطلاعات روز سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې د خراساني ورور د وسلو په قاچاق کې لاس درلود او د «سيد زبير اغا» په نوم له يوه کس سره يې معامله درلوده.
د سرچينې په وینا، چې د دغو دوو کسانو تر منځ اړیکې هغه مهال خرابې شوې، چې د خراساني ورور د سيد زبير کور محاصره او له هغه څخه یې د وسلو غوښتنه کړې وه.
سرچينه زیاتوي، چې له دې پېښې وروسته د طالبانو نظامي قطعاتو د خراساني ورور، د هغه څلور ساتونکي او زبير نومی کس نيولي او بنديان کړي دي.
عبدالحمید خراساني اوس د «ناصر بدري قطعې» په نوم د یوې وسله والې قطعې قومندان دی.
په پنجشیر کې سرچینې خراساني په زور زیاتي هم تورنوي.
يوه سرچينه وايي، خراساني په پنجشېر کې يو شمېر ځوانان د «مقاومت جبهې» سره د اړیکو په تور نیسي او د خوشې کېدو په بدل کې يې له کورنيو څخه پيسې غواړي.
دغې سرچینې ادعا وکړه، چې یاد طالب قومندان دوه اونۍ وړاندې په کابل کې د شاهین سروش په نوم یو ځوان له «مقاومت جبهې» سره د همکارۍ په تور ونیوه او وروسته له هغه چې کورنۍ یې د پیسو له ورکړې انکار وکړ، نموړی یې شکنجه او په زور یې اعتراف ته اړ کړی دی.
د سرچينې په وينا، خراساني د دغه ځوان له کورنۍ څخه د دوه سوه زره افغانيو غوښتنه کړې وه.
دغه راز سرچينه ادعا کوي، چې عبدالحميد خراساني يوه مياشت وړاندې د پنجشير ولايت په رخه ولسوالۍ کې د عبدالمعروف ازادمنش په نوم د يو ځوان د نيولو پلان درلود؛ خو کله چې د هغه په نیولو کې ناکام شو بیا یې ورته ورور له ځانه سره بوته.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، عبدالحميد خراساني د عبدالمعروف ورور د پنځوس زره افغانيو په بدل کې خوشې کړى دى.
