طالبانو د عبدالحمید خراساني ورور او څلور ساتونکي د وسلو د قاچاق په تور نیولي

اطلاعات روز: پنجشیر ولایت کې باوري سرچینې وايي، چې طالبانو د عبدالحمید خراساني ورور او څلور ساتونکي د وسلو د قاچاق په تور نیولي دي.

خراساني د تېر حکومت د پرځیدو په وروستیو کې له طالبانو سره يو ځای شوی و، او د دغې ډلې تر واکمنۍ وروسته د پنجشېر د امنيت امر په توګه ټاکل شوی و.

په دې وروستیو کې د هغه څه له امله چې نوموړی یې د پنجشیري طالبانو پر وړاندې تبعیض بولي وايي، چې له دغې ډلې څخه جلا شوی دی.

خراساني په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې ورور او ساتونکي یې په «ناحقه» نیول شوي دي.

خو په پنجشېر کې يوې ځايي سرچينې له اطلاعات روز سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې د خراساني ورور د وسلو په قاچاق کې لاس درلود او د «سيد زبير اغا» په نوم له يوه کس سره يې معامله درلوده.

د سرچينې په وینا، چې د دغو دوو کسانو تر منځ اړیکې هغه مهال خرابې شوې، چې د خراساني ورور د سيد زبير کور محاصره او له هغه څخه یې د وسلو غوښتنه کړې وه.

سرچينه زیاتوي، چې له دې پېښې وروسته د طالبانو نظامي قطعاتو د خراساني ورور، د هغه څلور ساتونکي او زبير نومی کس نيولي او بنديان کړي دي.

عبدالحمید خراساني اوس د «ناصر بدري قطعې» په نوم د یوې وسله والې قطعې قومندان دی.

په پنجشیر کې سرچینې خراساني په زور زیاتي هم تورنوي.

يوه سرچينه وايي، خراساني په پنجشېر کې يو شمېر ځوانان د «مقاومت جبهې» سره د اړیکو په تور نیسي او د خوشې کېدو په بدل کې يې له کورنيو څخه پيسې غواړي.

دغې سرچینې ادعا وکړه، چې یاد طالب قومندان دوه اونۍ وړاندې په کابل کې د شاهین سروش په نوم یو ځوان له «مقاومت جبهې» سره د همکارۍ په تور ونیوه او وروسته له هغه چې کورنۍ یې د پیسو له ورکړې انکار وکړ، نموړی یې شکنجه او په زور یې اعتراف ته اړ کړی دی.

د سرچينې په وينا، خراساني د دغه ځوان له کورنۍ څخه د دوه سوه زره افغانيو غوښتنه کړې وه.

دغه راز سرچينه ادعا کوي، چې عبدالحميد خراساني يوه مياشت وړاندې د پنجشير ولايت په رخه ولسوالۍ کې د عبدالمعروف ازادمنش په نوم د يو ځوان د نيولو پلان درلود؛ خو کله چې د هغه په ​​نیولو کې ناکام شو بیا یې ورته ورور له ځانه سره بوته.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، عبدالحميد خراساني د عبدالمعروف ورور د پنځوس زره افغانيو په بدل کې خوشې کړى دى.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه