ننګرهار کې د ماشومانو لپاره ځانګړی کتابتون جوړیږي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د یوې جاپانۍ رضا کاره ټولنې له لوري د دغه ولایت په مرکز جلال اباد کې د دوه لکه امریکایي ډالرو په ارزښت د ماشومانو لپاره د ځانګړي کتابتون د جوړیدو چارې پیل شوې.

د شانتي رضا کارې ټولنې مشر ډاکټر جاوید ساپی وایي، یاد کتابتون د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په انګړ کې جوړیږي چې چارې به یې په اتو میاشتو کې بشپړې شي.

نوموړی وایي، د یاد کتابتون په ودانۍ دوه سوه زره امریکایي ډالر لګښت راځي چې په ټولو امکانانو به مجهز وي او لګښت یې د جاپان د بهرنیو چارو وزارت له لوري ورکول کیږي.

ساپی همداراز وایي، د کتابتون له جوړیدو یې موخه په افغان ماشومانو کې د مطالعې فرهنګ دودول او له ماشوموالي مطالعې ته هڅول دي.

ساپی زیاتوي:«د جاپان د بهرنیو چارو وزارت په مالي لګښت د ننګرهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د دوه سوه زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ماشومانو لپاره کتابتون جوړیږي، د ماشومانو دغه کتابتون په دوه سوه پنځه څلویښت متره مربع ځمکه کې جوړیږي. ياد کتابتون به د مطالعې يو لوی صالون، اداري خونه او  تشنابونه ولري او دا کتابتون به په ټولنه کې ماشومان مطالعې کولو ته وهڅوي چې چارې به یې د اتو میاشتو په موده کې پشپړې شي.»

په همدې حال کې د ننګرهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نور محمد حنیف هم د ماشومانو لپاره د کتابتون جوړیدل مهم ګام بولي او له نورو مرستندویه ټولنو هم د ورته پروژو د پلي کیدو غوښتنه کوي.

حنیف زیاتوي:«ننګرهار کې چې کوم کتابتون د جاپان د شانتي په نامه د رضاکارې ټولنې له لوري جوړیږي، دا یو ډیر ښه او نیک اقدام دی مونږ ترې خوښ یو او همدا راز له نورو ټولنو او مرستندویه ادارو هم غوښتنه کوو؛ چې دا ډول کارونه دې په افغانستان کې ترسره کړي او مونږ یې قدر کوو.»

د جاپان د شانتي رضا کارې ټولنې مسولین وایي، دوی له تیرو اتلسو کلونو راهیسې په افغانستان کې په بیلابیلو برخو کې فعالیت کوي، چې یو یې هم د کتابتونو جوړول دي.

دوی وایي، له دې وړاندې یې یو کتابتون په کابل او بل یې د جلال اباد په بي بي زینت لېسه کې جوړ کړی او د ماشومانو یې نیږدې سل عنوانه تصویري کتابونه هم خپاره کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه