اطلاعات روز: ننګرهار کې د یوې جاپانۍ رضا کاره ټولنې له لوري د دغه ولایت په مرکز جلال اباد کې د دوه لکه امریکایي ډالرو په ارزښت د ماشومانو لپاره د ځانګړي کتابتون د جوړیدو چارې پیل شوې.
د شانتي رضا کارې ټولنې مشر ډاکټر جاوید ساپی وایي، یاد کتابتون د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په انګړ کې جوړیږي چې چارې به یې په اتو میاشتو کې بشپړې شي.
نوموړی وایي، د یاد کتابتون په ودانۍ دوه سوه زره امریکایي ډالر لګښت راځي چې په ټولو امکانانو به مجهز وي او لګښت یې د جاپان د بهرنیو چارو وزارت له لوري ورکول کیږي.
ساپی همداراز وایي، د کتابتون له جوړیدو یې موخه په افغان ماشومانو کې د مطالعې فرهنګ دودول او له ماشوموالي مطالعې ته هڅول دي.
ساپی زیاتوي:«د جاپان د بهرنیو چارو وزارت په مالي لګښت د ننګرهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د دوه سوه زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ماشومانو لپاره کتابتون جوړیږي، د ماشومانو دغه کتابتون په دوه سوه پنځه څلویښت متره مربع ځمکه کې جوړیږي. ياد کتابتون به د مطالعې يو لوی صالون، اداري خونه او تشنابونه ولري او دا کتابتون به په ټولنه کې ماشومان مطالعې کولو ته وهڅوي چې چارې به یې د اتو میاشتو په موده کې پشپړې شي.»
په همدې حال کې د ننګرهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نور محمد حنیف هم د ماشومانو لپاره د کتابتون جوړیدل مهم ګام بولي او له نورو مرستندویه ټولنو هم د ورته پروژو د پلي کیدو غوښتنه کوي.
حنیف زیاتوي:«ننګرهار کې چې کوم کتابتون د جاپان د شانتي په نامه د رضاکارې ټولنې له لوري جوړیږي، دا یو ډیر ښه او نیک اقدام دی مونږ ترې خوښ یو او همدا راز له نورو ټولنو او مرستندویه ادارو هم غوښتنه کوو؛ چې دا ډول کارونه دې په افغانستان کې ترسره کړي او مونږ یې قدر کوو.»
د جاپان د شانتي رضا کارې ټولنې مسولین وایي، دوی له تیرو اتلسو کلونو راهیسې په افغانستان کې په بیلابیلو برخو کې فعالیت کوي، چې یو یې هم د کتابتونو جوړول دي.
دوی وایي، له دې وړاندې یې یو کتابتون په کابل او بل یې د جلال اباد په بي بي زینت لېسه کې جوړ کړی او د ماشومانو یې نیږدې سل عنوانه تصویري کتابونه هم خپاره کړي دي.
