اطلاعات روز: د کندهار او زابل کوچنۍ نجونې د خپلې ورځې په مناسبت چې د اکتوبر ۱۱مې سره برابره ده، د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دوی د مشرو خویندو پرمخه هم د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
د تېرو کلونو په څېر افغانستان کې اوس هم کوچنۍ نجونې له پامه غورځول شوي او غوښتنو ته یې کومه خاصه پاملرنه نه کېږي، دغه کوچنۍ نجونې د نړيوالو غوښتنه کوي ترڅو دوی او تر دوی پورته عمر لرونکو نجونو ته پام وکړي.
د زابل اوسېدونکې يولس کلنه عايشه چې د کورنۍ له لوري ورته د تعليم کولو اجازه نه ده ورکول شوې غوښتنه کوي ترڅو د لويانو نجونو پرمخ نور د ښوونځيو دروازې پرانیستل شي.
هغه وايي، غواړي په راتلونکي کې پيلوټه شي خو تراوسه لا ښوونځي ته نه تللې او په کوڅو کې لوبي کوي.
عايشه ډېر کله د ښوونځيو د رخصتېدو پرمهال د نورو ماشومانو ليدو ته ورځي خو غواړي چې يو ورځ دا هم د دوی په څېر ښوونځي ته ستنه شي.
دې وويل: «زما ورونه مکتب ته ځي مور مې وايي، تا هم شاملوم، زه غواړم چې زما غټه خور هم راسره مکتب ته ولاړه شي، زما پلار راته ويل موږ مسکينان يو چې پيسه داره شو بیا تا مکتب ته استوم.»
همدارنګه ۱۳کلنه شبنم چې اوس مهال د کندهار ښار د يوه خصوصي ښوونځي په پنځم ټولګي کې زدهکړي کوي غوښتنه کوي چې د مشرو خويندو پرمخ یې ښوونځي پرانيستل شي.
نموړې زیاتوي، پلار یې ځکه خصوصي ښوونځي کې شامله کړې چې د دوو لويانو خويندو پرمخ يې د ښوونځيو دروازې وتړل شوې.
شبنم وايي، غواړي بېرته له خپلو خويندو سره يو ځای ښوونځي ته ولاړه شي او زدهکړې وکړي.
د هغې په خبره: «زموږ پلار ويل که پر کال د نجونو مکتبونه شروع نه شي بیا مو پاکستان ته بيايم هلته به درس ولولئ، پلار مې راته وايي، ستا څخه ډاکتره جوړوم، زه معلمه کېږم، غوښتنه مي دغه ده چې ټولې غټانې او کوچنيانې نجونې مکتب ته ولاړې شي.»
د معلوماتو له مخې چې اوس مهال کندهار کې نږدې ۳۸زره نجونې تر شپږم ټولګي ښکته ټولګیو کې په زده کړو پوختې دي.
