د کوچنيو نجونو نړیواله ورځ؛ کندهارۍ او زابلۍ نجونې د ټولو ښوونځیو پرانیستل غواړي

اطلاعات روز: د کندهار او زابل کوچنۍ نجونې د خپلې ورځې په مناسبت چې د اکتوبر ۱۱مې سره برابره ده، د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دوی د مشرو خویندو پرمخه هم د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

د تېرو کلونو په څېر افغانستان کې اوس هم کوچنۍ نجونې له پامه غورځول شوي او غوښتنو ته یې کومه خاصه پاملرنه نه کېږي، دغه کوچنۍ نجونې د نړيوالو غوښتنه کوي ترڅو دوی او تر دوی پورته عمر لرونکو نجونو ته پام وکړي.

د زابل اوسېدونکې يولس کلنه عايشه چې د کورنۍ له لوري ورته د تعليم کولو اجازه نه ده ورکول شوې غوښتنه کوي ترڅو د لويانو نجونو پرمخ نور د ښوونځيو دروازې پرانیستل شي.

هغه وايي، غواړي په راتلونکي کې پيلوټه شي خو تراوسه لا ښوونځي ته نه تللې او په کوڅو کې لوبي کوي.

عايشه ډېر کله د ښوونځيو د رخصتېدو پرمهال د نورو ماشومانو ليدو ته ورځي خو غواړي چې يو ورځ دا هم د دوی په څېر ښوونځي ته ستنه شي.

دې وويل: «زما ورونه مکتب ته ځي مور مې وايي، تا هم شاملوم، زه غواړم چې زما غټه خور هم راسره مکتب ته ولاړه شي، زما پلار راته ويل موږ مسکينان يو چې پيسه داره شو بیا تا مکتب ته استوم.»

همدارنګه ۱۳کلنه شبنم چې اوس مهال د کندهار ښار د يوه خصوصي ښوونځي په پنځم ټولګي کې زده‌کړي کوي غوښتنه کوي چې د مشرو خويندو پرمخ یې ښوونځي پرانيستل شي.

نموړې زیاتوي، پلار یې ځکه خصوصي ښوونځي کې شامله کړې چې د دوو لويانو خويندو پرمخ يې د ښوونځيو دروازې وتړل شوې.

شبنم وايي، غواړي بېرته له خپلو خويندو سره يو ځای ښوونځي ته ولاړه شي او زده‌کړې وکړي.

د هغې په خبره: «زموږ پلار ويل که پر کال د نجونو مکتبونه شروع نه شي بیا مو پاکستان ته بيايم هلته به درس ولولئ، پلار مې راته وايي، ستا څخه ډاکتره جوړوم، زه معلمه کېږم، غوښتنه مي دغه ده چې ټولې غټانې او کوچنيانې نجونې مکتب ته ولاړې شي.»

د معلوماتو له مخې چې اوس مهال کندهار کې نږدې ۳۸زره نجونې تر شپږم ټولګي ښکته ټولګیو کې په زده کړو پوختې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه