اطلاعات روز: امریکايي رسنیو خبر ورکړی، چې کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د دغه هېواد چارواکو په دوحه کې د طالبانو له پلاوي سره کتلي دي.
د CNN د راپور له مخې، د امریکا دولت د سي آی اې مرستیال او د افغانستان په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړی چارواکی د طالبانو له پلاوي سره د خبرو لپاره استولي، چې پکې د دې ډلې د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق هم شامل دی.
دواړو لورو پرون (شنبه، ۱۶ د تلې) د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره کتلي دي.
وروسته له هغه، چې الظواهري په یوه برید کې ووژل شو، متحده ایالاتو طالبان د «دوحې له تړون څخه په ښکاره سرغړونه» تورن کړل.
د امریکايي چارواکو په وینا، د حقاني شبکې په ګډون د طالبانو مشران د الظواهري له ځای څخه خبر وو؛ په داسې حال کې چې طالبان دغه تورونه بې بنسټه بولي.
CNN لیکلي، چې د شنبې ورځ ناسته کې د سي آی اې د مرستیال ډیویډ کوهن او د طالبانو د استخباراتو د مشر شتون له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار کول و.
سپینې ماڼې تېره میاشت د ترهګرۍ په برخه کې د طالبانو سره همکاري د «پرمختګ په حال کې» بللې وه.
سي آی اې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ د نویو خبرو په اړه څه نه دي ویلي.
بث سانر، د سي آی اې پخوانی مرستیال چې د افغانستان په اړه یې دغه سازمان کې د تحلیل مشري پر غاړه درلوده، وایي، چې «[کوهن] شاید یو قوي پیغام وړاندې کړي که چیرته موږ ولیدل چې په افغانستان کې د القاعده غړي د هغو عملیاتو ملاتړ کوي چې متحده ایالات یا د هغې متحدین ګواښي، موږ به د الظواهري پر وړاندې د شوي برید په څیر نور بریدونه هم وکړو.»
هغه ویلي، چې د شیعه ګانو پر وژلو د داعش د تمرکز دا په ډاګه کوي چې دا ډله اوس په افغانستان کې د طالبانو او فرقه یي ثبات لپاره یو داخلي ګواښ دی؛ «که طالبان ونه توانیږي داعش ډله په شا کړي نو، معقوله اندېښنه شته چې د داعش خراسان څانګه به په پای کې بهرنۍ موخې تعقیب کړي.»
