طالب او امریکایي چارواکو د الظواهري تر وژل کیدو وروسته د لومړي ځل لپاره سره وکتل

اطلاعات روز: امریکايي رسنیو خبر ورکړی، چې کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د دغه هېواد چارواکو په دوحه کې د طالبانو له پلاوي سره کتلي دي.

د CNN د راپور له مخې، د امریکا دولت د سي آی اې مرستیال او د افغانستان په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړی چارواکی د طالبانو له پلاوي سره د خبرو لپاره استولي، چې پکې د دې ډلې د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق هم شامل دی.

دواړو لورو پرون (شنبه، ۱۶ د تلې) د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره کتلي دي.

وروسته له هغه، چې الظواهري په یوه برید کې ووژل شو، متحده ایالاتو طالبان د «دوحې له تړون څخه په ښکاره سرغړونه» تورن کړل.

د امریکايي چارواکو په وینا، د حقاني شبکې په ګډون د طالبانو مشران د الظواهري له ځای څخه خبر وو؛ په داسې حال کې چې طالبان دغه تورونه بې بنسټه بولي.

CNN لیکلي، چې د شنبې ورځ ناسته کې د سي آی اې د مرستیال ډیویډ کوهن او د طالبانو د استخباراتو د مشر شتون له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار کول و.

سپینې ماڼې تېره میاشت د ترهګرۍ په برخه کې د طالبانو سره همکاري د «پرمختګ په حال کې» بللې وه.

سي آی اې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ د نویو خبرو په اړه څه نه دي ویلي.

بث سانر، د سي آی اې پخوانی مرستیال چې د افغانستان په اړه یې دغه سازمان کې د تحلیل مشري پر غاړه درلوده، وایي، چې «[کوهن] شاید یو قوي پیغام وړاندې کړي که چیرته موږ ولیدل چې په افغانستان کې د القاعده غړي د هغو عملیاتو ملاتړ کوي چې متحده ایالات یا د هغې متحدین ګواښي، موږ به د الظواهري پر وړاندې د شوي برید په څیر نور بریدونه هم وکړو.»

هغه ویلي، چې د شیعه ګانو پر وژلو د داعش د تمرکز دا په ډاګه کوي چې  دا ډله اوس په افغانستان کې د طالبانو او فرقه یي ثبات لپاره یو داخلي ګواښ دی؛ «که طالبان ونه توانیږي داعش ډله په شا کړي نو، معقوله اندېښنه شته چې د داعش خراسان څانګه به په پای کې بهرنۍ موخې تعقیب کړي.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه