ننګرهار کې یو بهرنی شرکت د ۴۲ میلیونه ډالرو په ارزښت رغنیزې پروژې پېلوي

SM

اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، په دغه ولایت کې یو ترکیي شرکت د نږدې۴۲ میلیونه ډالرو په لګښت د خطرونو مخنیوي او ټولنیز یووالي په موخه پروژې پېلوي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتر څخه نن (پنج‌شنبه، ۲۴ د وږي) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د (STFA Group) په نوم د پانګونې يو ساختماني ترکيي شرکت د نږدې ۴۲ ميليونه ډالرو په مالي لګښت د خطرونو مخنيوي او ټولنيز يووالي په موخه پروژې پيلوي.

د دغې ادارې مسوولينو ننګرهار کې له طالب چارواکو سره په ناسته کې ویلي، چې د دغو پروژو په تطبيق سره به د وروستيو سيلابونو له امله زيانمن شوي کورونه بيارغوي او دغه راز به نورې ټولګټې پروژې هم پلې کړي.

خبرپاڼې د دغې ادارې مشرې هيروکوماسي له قوله ويلي، چې د افغانستان په ختيځ په ځانګړي ډول ننګرهار کې د خطراتو مخنيوي او ټولنيز يووالي په موخه د ۴۱ نيم ميليونه امريکايي ډالرو په مالي لګښت پروژې تطبيق کوي.

هغه زیاته کړې چې دا پروژې د خلکو په خوښه د لومړيتوب له مخې پلې کيږي او په دې برخه کې يې د ولايتي ادارې پر همکارۍ ټینګار وکړ.

خبرپاڼې زیاته کړې د ننګرهار لپاره د طالبانو والي حاجي ملا محمد نعيم اخند د يادې ادارې له مشرې مننه کړې، چې په دې ولايت کې خطرونو مخنيوي او ټولنيز يووالي په موخه پروژې تطبيق کوي او د ښې همکارۍ ډاډ يې ورکړ.

نوموړي د سيلابونو خطرونو په مخنيوي، د وروستيو ورښتونو له امله زيانمنو شويو کورونو او ټولګټو پروژو بيا رغونې او ګڼ شمېر نورو برخو کې د پروژو تطبيق غوښتنې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو ورښتونو او سيلابونو په ننګرهار کې سلګونه کورنۍ زيانمنې کړي، ګڼ کورونه، عامه تاسيسات او کرنيزې ځمکې يې هم وېجاړې کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه