اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، په دغه ولایت کې یو ترکیي شرکت د نږدې۴۲ میلیونه ډالرو په لګښت د خطرونو مخنیوي او ټولنیز یووالي په موخه پروژې پېلوي.
د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتر څخه نن (پنجشنبه، ۲۴ د وږي) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د (STFA Group) په نوم د پانګونې يو ساختماني ترکيي شرکت د نږدې ۴۲ ميليونه ډالرو په مالي لګښت د خطرونو مخنيوي او ټولنيز يووالي په موخه پروژې پيلوي.
د دغې ادارې مسوولينو ننګرهار کې له طالب چارواکو سره په ناسته کې ویلي، چې د دغو پروژو په تطبيق سره به د وروستيو سيلابونو له امله زيانمن شوي کورونه بيارغوي او دغه راز به نورې ټولګټې پروژې هم پلې کړي.
خبرپاڼې د دغې ادارې مشرې هيروکوماسي له قوله ويلي، چې د افغانستان په ختيځ په ځانګړي ډول ننګرهار کې د خطراتو مخنيوي او ټولنيز يووالي په موخه د ۴۱ نيم ميليونه امريکايي ډالرو په مالي لګښت پروژې تطبيق کوي.
هغه زیاته کړې چې دا پروژې د خلکو په خوښه د لومړيتوب له مخې پلې کيږي او په دې برخه کې يې د ولايتي ادارې پر همکارۍ ټینګار وکړ.
خبرپاڼې زیاته کړې د ننګرهار لپاره د طالبانو والي حاجي ملا محمد نعيم اخند د يادې ادارې له مشرې مننه کړې، چې په دې ولايت کې خطرونو مخنيوي او ټولنيز يووالي په موخه پروژې تطبيق کوي او د ښې همکارۍ ډاډ يې ورکړ.
نوموړي د سيلابونو خطرونو په مخنيوي، د وروستيو ورښتونو له امله زيانمنو شويو کورونو او ټولګټو پروژو بيا رغونې او ګڼ شمېر نورو برخو کې د پروژو تطبيق غوښتنې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو ورښتونو او سيلابونو په ننګرهار کې سلګونه کورنۍ زيانمنې کړي، ګڼ کورونه، عامه تاسيسات او کرنيزې ځمکې يې هم وېجاړې کړي دي.
