اطلاعات روز: د پنجشېر عنابې ولسوالۍ کې سرچینې وايي، طالبانو تېره شپه (سېشنبه، ۱۵ د وږي) له نیمې شپې وروسته دوه کلي محاصره کړي او کور په کور پلټنه یې پېل کړې ده. د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو لسګونه سړي او ځوانان هم نيولي دي.
اطلاعات روز ته يوې سرچينې وویل، چې د عنابې ولسوالۍ «زمانکور بالا» او «زمانکور پایین» کلي د سهار له دوو بجو راهيسې تر دې دمه تر محاصرې لاندې دي.
د سرچينې په وينا، په سيمه کې د طالبانو له لوري کور په کور پلټنه او د خلکو نیول دوام لري چې تر دې دمه یې ۷۰ تنه نیولي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو سپین ږیري او کم عمره کسان تړلي او له ځانه سره بيولي دي.
يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې یاد شي اطلاعات روز ته وويل: «زه نن سهار له کابل څخه پنجشېر ته روان وم ومې لیدل چې د زمانکور په سيمه کې طالبانو د زیات شمیر کسانو لاسونه تړلي او د سړک پر غاړه یې کینولي دي.»
یادې سرچینې ادعا وکړه، چې په نیول شویو کسانو کې هغه کسان هم شامل وو، چې د ډیر عمر له امله په سختې په لاره تلل.
سیمه ییزو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دغې ډلې تر دې وړاندې هم په پنجشېر کې ملکي وګړي د «مقاومت جبهې» سره د تړاو په تور نيولي دي.
طالبان په پنجشیر ولایت کې د ملکي وګړو په وژلو هم تورن شوي دي.
