پنجشېر کې د طالبانو له خوا د دوو کليو محاصره؛ کورپه‌کور پلټنه او د لسګونه ملکیانو نیول

انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

اطلاعات روز: د پنجشېر عنابې ولسوالۍ کې سرچینې وايي، طالبانو تېره شپه (سې‌شنبه، ۱۵ د وږي) له نیمې شپې وروسته دوه کلي محاصره کړي او کور په کور پلټنه یې پېل کړې ده. د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو لسګونه سړي او ځوانان هم نيولي دي.

اطلاعات روز ته يوې سرچينې وویل، چې د عنابې ولسوالۍ «زمانکور بالا» او «زمانکور پایین» کلي د سهار له دوو بجو راهيسې تر دې دمه تر محاصرې لاندې دي.

د سرچينې په وينا، په سيمه کې د طالبانو له لوري کور په کور پلټنه او د خلکو نیول دوام لري چې تر دې دمه یې ۷۰ تنه نیولي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو سپین ږیري او کم عمره کسان تړلي او له ځانه سره بيولي دي.

يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې یاد شي اطلاعات روز ته وويل: «زه نن سهار له کابل څخه پنجشېر ته روان وم ومې لیدل چې د زمانکور په سيمه کې طالبانو د زیات شمیر کسانو لاسونه تړلي او د سړک پر غاړه یې کینولي دي.»

یادې سرچینې ادعا وکړه، چې په نیول شویو کسانو کې هغه کسان هم شامل وو، چې د ډیر عمر له امله په سختې په لاره تلل.

سیمه ییزو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغې ډلې تر دې وړاندې هم په پنجشېر کې ملکي وګړي د «مقاومت جبهې» سره د تړاو په تور نيولي دي.

طالبان په پنجشیر ولایت کې د ملکي وګړو په وژلو هم تورن شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه