اطلاعات روز: د ارزګان مرکز ترينکوټ ښار لپاره د طالبانو ښاروالۍ په دې ولایت کې د شاه غازي امان الله خان څلور لارې د طالبانو یوه وژل شوي قومندان په نوم ونوموله.
د ارزګان د ترینګوټ ښار یاده څلور لارې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د تېر جمهوري حکومت پر مهال د غازي امان الله خان په نوم نومول شوې وه، چې تېره ورځ (دوشنبه، ۱۴ د وږي) د طالبانو لخوا د دوی د قومندان «عبدالرزاق نافذ» په نوم ونومول شوه.
ارزګان کې د ترينکوټ ښاروالۍ لپاره د طالبانو ښاروال مولوي هنر په همدې موخه جوړ شویو مراسمو کې وويل، چې دوی پر دغه څلور لارې پنځه لکه افغانۍ لګښت کړی او د «عبدالرزاق نافذ» په نوم یې نومولې ده.
هغه له خلکو غوښتنه وکړه چې تردې وروسته دې ياده څلور لارې په همدې نوم ياده کړي.
نوموړی وايي،عبدالرزاق نافذ د نړيوالو ځواکونو پر ضد جګړه کړې او دوی غواړي چې نوم یې د راتلونکو نسلونو په ذهنونو کې پاتې شي.
نوموړي زياته کړه:«دغه څلور لارې د ولايت مقام په هدايت او مالي لګښت د اتل شهيد عبدالرزاق نافذ په نوم ونمول شوه دغه شهيد د خارجي اشغال ګرو پر وړاندې مقابله کړې موږ غواړو چې دغه نوم د راتلونکو نسلونو په ذهنونو کې پاتې شي.»
عبدالرزاق نافد د ارزګان ولايت د چرمستان سيمې اوسيدونکی و، چې کلونه وړاندې د زابل ولايت په دايچوپان ولسوالۍ کې ديوه هوايي بريد پرمهال ووژل شو.
