طالبانو په ارزګان کې د امان‌الله‌خان څلورلارې د خپل یو وژل شوي قومندان په نوم ونوموله

اطلاعات روز: د ارزګان مرکز ترينکوټ ښار لپاره د طالبانو ښاروالۍ په دې ولایت کې د شاه غازي امان الله خان څلور لارې د طالبانو یوه وژل شوي قومندان په نوم ونوموله.

د ارزګان د ترینګوټ ښار یاده څلور لارې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د تېر جمهوري حکومت پر مهال د غازي امان الله خان په نوم نومول شوې وه، چې تېره ورځ (دوشنبه، ۱۴ د وږي) د طالبانو لخوا د دوی د قومندان «عبدالرزاق نافذ» په نوم ونومول شوه.

ارزګان کې د ترينکوټ ښاروالۍ لپاره د طالبانو ښاروال مولوي هنر په همدې موخه جوړ شویو مراسمو کې وويل، چې دوی پر دغه څلور لارې پنځه لکه افغانۍ لګښت کړی او د «عبدالرزاق نافذ» په نوم یې نومولې ده.

هغه له خلکو غوښتنه وکړه چې تردې وروسته دې ياده څلور لارې په همدې نوم ياده کړي.

نوموړی وايي،عبدالرزاق نافذ د نړيوالو ځواکونو پر ضد جګړه کړې او دوی غواړي چې نوم یې د راتلونکو نسلونو په ذهنونو کې پاتې شي.

نوموړي زياته کړه:«دغه څلور لارې د ولايت مقام په هدايت او مالي لګښت د اتل شهيد عبدالرزاق نافذ په نوم ونمول شوه دغه شهيد د خارجي اشغال ګرو پر وړاندې مقابله کړې موږ غواړو چې دغه نوم د راتلونکو نسلونو په ذهنونو کې پاتې شي.»

عبدالرزاق نافد د ارزګان ولايت د چرمستان سيمې اوسيدونکی و، چې کلونه وړاندې د زابل ولايت په دايچوپان ولسوالۍ کې ديوه هوايي بريد پرمهال ووژل شو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه