سپین بولدک کې پاکستاني ځواکو یو ځل بیا پر افغان مسافرو ډزې کړي

انځور: ارشیف

اطلاعات روز: د کندهار سپين بولدک-چمن ترمنځ غځېدلې لار وروسته له هغه د غټو موټرو پرمخ وتړل شوه چې پاکستاني ځواکونو دغه هېواد ته پر تلونکو مسافرو ډزې وکړې چې په پایله کې یو تن ووژل شو او څلور نور ټپیان شول.

د‌ محمد ابدال په نوم د چمن يو اوسېدونکي اطلاعات روز ته وويل، نن (دوشنبه، ۱۴ د وږي) سهار د کندهار او چمن ترمنځ پر غځېدلې لار پاکستاني ځواکونو دغه هېواد ته پر اوښتونکو مسافرو ډزې وکړې چې له هغې جملې يو تن ووژل شو او څلور تنه نور ټپیان دي.

دی وايي، وژل شوی کس او ټپیان افغانان دي او دا مهال په چمن کې ژوند کوي.

نموړی زیاتوي، اوس مهال د کندهار او پاکستان ترمنځ غځېدلې لار د غټو موټرو پر مخ تړلې او يوازې مسافر کولای شي پر دغه لار تګ راتګ وکړي.

د محمد ابدال په وینا، چې نن سهار چمن کې د مېشتو افغانانو او مسافرو له لوري هم لاریون شوی.

هغه وايې، پاکستاني ځواکونه تر دې دوې ورځې وړاندې هم له کندهار څخه پر اوښتونکو مسافرو ډزې کړې وې چې په پايله کې يې د نذير احمد په نوم يو کس مړ او پلار يې زخمي شوی و.

خو په همدې حال کې د کندهار  طالب چارواکي وايې، چې د سپين بولدک او چمن ترمنځ لار خلاصه ده او کومه ستونزه شتون نه لري.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د سپین بولدک–چمن ترمنځ په غځېدلې لار مسافر له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي.
دوی د طالبانو له سرپرست حکومت او پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو غږ یې واوري او ستونزې یې ورته حل کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه