اطلاعات روز: د کندهار سپين بولدک-چمن ترمنځ غځېدلې لار وروسته له هغه د غټو موټرو پرمخ وتړل شوه چې پاکستاني ځواکونو دغه هېواد ته پر تلونکو مسافرو ډزې وکړې چې په پایله کې یو تن ووژل شو او څلور نور ټپیان شول.
د محمد ابدال په نوم د چمن يو اوسېدونکي اطلاعات روز ته وويل، نن (دوشنبه، ۱۴ د وږي) سهار د کندهار او چمن ترمنځ پر غځېدلې لار پاکستاني ځواکونو دغه هېواد ته پر اوښتونکو مسافرو ډزې وکړې چې له هغې جملې يو تن ووژل شو او څلور تنه نور ټپیان دي.
دی وايي، وژل شوی کس او ټپیان افغانان دي او دا مهال په چمن کې ژوند کوي.
نموړی زیاتوي، اوس مهال د کندهار او پاکستان ترمنځ غځېدلې لار د غټو موټرو پر مخ تړلې او يوازې مسافر کولای شي پر دغه لار تګ راتګ وکړي.
د محمد ابدال په وینا، چې نن سهار چمن کې د مېشتو افغانانو او مسافرو له لوري هم لاریون شوی.
هغه وايې، پاکستاني ځواکونه تر دې دوې ورځې وړاندې هم له کندهار څخه پر اوښتونکو مسافرو ډزې کړې وې چې په پايله کې يې د نذير احمد په نوم يو کس مړ او پلار يې زخمي شوی و.
خو په همدې حال کې د کندهار طالب چارواکي وايې، چې د سپين بولدک او چمن ترمنځ لار خلاصه ده او کومه ستونزه شتون نه لري.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د سپین بولدک–چمن ترمنځ په غځېدلې لار مسافر له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي.
دوی د طالبانو له سرپرست حکومت او پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو غږ یې واوري او ستونزې یې ورته حل کړي.
