اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو ولايتي مسوولين خبر ورکوي، چې د دې ولایت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د «ډي ار سي» موسېسې په مالي ملاتړ د یوه بند د جوړیدو چارې پېل شوې.
کندهار کې د طالبانو ځايي مسوولين وايي، د اوبو دغه بند به د سپين بولدک ولسوالۍ په «بېدک» کلي کې جوړ شي او ټول لګښت يې د DRC موسېسې له لوري ورکول کېږي.
دوی زیاتوي، د یاد بند د رغولو چارې تېره ورځ (یکشنبه، ۳۰ د زمري) رسما پېل شوې چې د سیمې ۳۳ اوسیدونکو ته به پکې د کار زمینه برابره او د دریو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.
هغوی وويل، د دې ډول بندونو تر جوړېدو وروسته به وکولای شي چې تر يوه حده د سېلابونو او بارانونو د اوبو د ضايع کېدو مخه ونيسي.
په همدې حال کې هغه کسان چې په دې ډول لنډ مهاله پروژو کې په دندو ګمارل شوي وايي، داسې پروژې بايد د هېواد په بېلابېلو برخو کې عملي شي.
دغه کارکوونکي غوښتنه کوي د مرستو پر ځای دې پر دومداره دندو وگمارل شي ترڅو له همدې لارې يوه عايداتي منبع ولري.
د يادونې وړ ده چې د کندهار ولايت د نورو ولسواليو په څېر سپين بولدک کې هم خلک د اوبو له کمښت سره مخامخ دي او د نورو ولسواليو په څېر د ډېرو کورونو څاه ګانې وچې شوي.
