د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ کې‌ د اوبو د يوه بند د جوړیدو چارې پيل شوې

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو ولايتي مسوولين خبر ورکوي، چې د دې ولایت په سپين بولدک‌ ولسوالۍ کې د «ډي ار سي» موسېسې په مالي ملاتړ د یوه بند د جوړیدو چارې پېل شوې.

کندهار کې د طالبانو ځايي مسوولين وايي، د اوبو دغه بند به د سپين بولدک ولسوالۍ په «بېدک» کلي کې جوړ شي او ټول لګښت يې د DRC موسېسې له لوري ورکول کېږي.

دوی زیاتوي، د یاد بند د رغولو چارې تېره ورځ (یکشنبه، ۳۰ د زمري) رسما پېل شوې چې د سیمې ۳۳ اوسیدونکو ته به پکې د کار زمینه برابره او د دریو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.

هغوی وويل، د دې ډول بندونو تر جوړېدو وروسته به وکولای شي چې تر يوه حده د سېلابونو او بارانونو د اوبو د ضايع کېدو مخه ونيسي.

په همدې حال کې هغه کسان چې په دې ډول لنډ مهاله پروژو کې په دندو ګمارل شوي وايي، داسې پروژې بايد‌ د هېواد په بېلابېلو برخو کې عملي شي.

دغه کارکوونکي غوښتنه کوي د مرستو پر ځای دې پر دومداره دندو وگمارل شي ترڅو له همدې لارې يوه عايداتي منبع ولري.

د يادونې وړ ده چې د کندهار ولايت د نورو ولسواليو په څېر سپين بولدک کې هم خلک د اوبو له کمښت سره مخامخ دي او د نورو ولسواليو په څېر د ډېرو کورونو څاه ګانې وچې شوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه