اطلاعات روز: کندهار کې د لومړي ځل لپاره د تازه میوو او سبزیجاتو د فوميګېشن او قرنطيني آفاتو د کنترول یو مرکز پرانیستل شو.
دغه شرکت به په بېلابېلو زراعتي برخو کې کروندګرو او تجارانو ته خدمات وړاندې کړي او په زراعتي برخه کې شته ستونزې به حل کړي.
د ياد مرکز مشر نجيب الله مومند اطلاعات روز ته وويل، پر دې مرکز شاوخوا يو ميليون امريکايي ډالر لګښت راغلی چې د کندهار ترڅنګ به دغه ډول نور مرکزونه په پلازمینې کابل، جلال اباد، هرات او بلخ ولایتونو کې هم پرانیستل شي.
نوموړي وويل، تر دې وړاندې په افغانستان کې دغه ډول مرکز شتون نه درلود او ټول سبزیجات تازه او وچې ميوې چې به بهرنيو هېوادونو ته صادرېدې حشراتو او آفتونو خرابولې.
د مومند په وينا، چې د دغه قرنطين مرکز تر جوړېدو وروسته به له هېواد څخه نورو بهرنيو هېوادونو ته صادریدونکي سبزيجات او میوهجات په همدې ځای کې قرنطين او دواپاشي کېږي او بيا به صادرېږي.
دغه راز کندهار کې د وچې ميوې د اتحاديې مشر حاجي عبدالاحد اکا اطلاعات روز ته وويل، که دغه مرکز د فوميګېشن پر معيارونو پوره عمل وکړي نو د وچې او تازه میوې د خرابولي مخنيوی به له ۵۰ څخه بيا تر ۷۰سلنه پورې ونيول شي.
دی وايي، مخکې له کندهار څخه صادرېدونکي وچ او تازه ميوهجات لومړی هند او پاکستان ته وړل کېدل او وروسته به نورو بهرنیو هېوادونو ته صادرېدل چې دغې چارې د دوی پر کاروبار ډېره بده اغيزه کړې وه.
د وچې ميوې د اتحاديې مشر زياته کړه کوم ميوه جات چې په بهرنيو هېوادونو کې فوميګېشن کېدل په ډېره لوړه بيه دوی ته تمامېدل او تل يې تر ګټې تاوان ډېر و.
هغه وويل، د فوميګېشن دغه مرکز کولای شي چې د کروندګرو او باغلرونکو له پاره د کار کولو زمينه برابره کړي او په راتلونکي کې هغوی خپل کسب ته نور هم تشويق کړي.
په همدې حال کې کندهار کې ميشت تجاران او باغ لرونکي د دې مرکز له جوړېدو خوښ دي او وایي، چې د دغه ډول مرکزونو جوړیدو سره کرنیزې چارې پراخوالی مومي.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې په ټول افغانستان کې د وچې ميوې د فوميګېشن او قرنطيني آفاتو د کنترول مرکز شتون نه درلود او ټول صادرېدونکي ميوهجات او سبزيجات يې په بهرنيو هيوادونو کې فوميګېشن کېدل.
