کندهار کې د میوو او سبزیجاتو د فومیګېشن او قرنطیني افاتو د کنترول مرکز پرانیستل شو

انځور: اطلاعات روز

اطلاعات روز: کندهار کې د لومړي ځل لپاره د تازه میوو او سبزیجاتو د فوميګېشن او قرنطيني آفاتو د کنترول یو مرکز پرانیستل شو.

دغه شرکت به په بېلابېلو زراعتي برخو کې کروندګرو او تجارانو ته خدمات وړاندې کړي او په زراعتي برخه کې شته ستونزې به حل کړي.

د ياد مرکز مشر نجيب الله مومند اطلاعات روز ته وويل، پر دې مرکز شاوخوا يو ميليون امريکايي ډالر لګښت راغلی چې د کندهار ترڅنګ به دغه ډول نور مرکزونه په پلازمینې کابل، جلال اباد، هرات او بلخ ولایتونو کې هم پرانیستل شي.

نوموړي وويل، تر دې وړاندې په افغانستان کې دغه ډول مرکز شتون نه درلود او ټول سبزیجات تازه او وچې ميوې چې به بهرنيو هېوادونو ته صادرېدې حشراتو او آفتونو خرابولې.

د مومند په وينا، چې د دغه قرنطين مرکز تر جوړېدو وروسته به له هېواد څخه نورو بهرنيو هېوادونو ته صادریدونکي سبزيجات او میوه‌جات په همدې ځای کې قرنطين او دواپاشي کېږي او بيا به صادرېږي.

دغه راز کندهار کې د وچې ميوې د اتحاديې مشر حاجي عبدالاحد اکا اطلاعات روز ته وويل، که دغه مرکز د فوميګېشن پر معيارونو پوره عمل وکړي نو د وچې او تازه میوې د خرابولي مخنيوی به له ۵۰ څخه بيا تر ۷۰سلنه پورې ونيول شي.

دی وايي، مخکې له کندهار څخه صادرېدونکي وچ او تازه ميوه‌جات لومړی هند او پاکستان ته وړل کېدل او وروسته به  نورو بهرنیو هېوادونو ته صادرېدل چې دغې چارې د دوی پر کاروبار ډېره بده اغيزه کړې وه.

د وچې ميوې د اتحاديې مشر زياته کړه کوم ميوه جات چې په بهرنيو هېوادونو کې فوميګېشن کېدل په ډېره لوړه بيه دوی ته تمامېدل او تل يې تر ګټې تاوان ډېر و.

هغه وويل، د فوميګېشن دغه مرکز کولای شي چې د کروندګرو او باغ‌لرونکو له پاره د کار کولو زمينه برابره کړي او په راتلونکي کې هغوی خپل کسب ته نور هم تشويق کړي.

په همدې حال کې کندهار کې ميشت تجاران او باغ لرونکي د دې مرکز له جوړېدو خوښ دي او وایي، چې د دغه ډول مرکزونو جوړیدو سره کرنیزې چارې پراخوالی مومي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې په ټول افغانستان کې د وچې ميوې د فوميګېشن او قرنطيني آفاتو د کنترول مرکز شتون نه درلود او ټول صادرېدونکي ميوه‌جات او سبزيجات يې په بهرنيو هيوادونو کې فوميګېشن کېدل.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه