د کندهار ارغنداب ولسوالۍ کې یوې موسېسې ۸۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې

اطلاعات روز: د کندهار ارغنداب ولسوالۍ کې د هوساينې نړیوالې موسېسې د صالح جان کاریز د پاکارۍ پروژه کې ۸۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د ارغنداب ولسوالۍ له پاره د طالبانو ولسوال ملا آدم آعجمي وايي، د دغې پروژې چارې د هوساينې نړيوالې موسېسې په مالي ملاتړ پيل شوي دي.

هغه زیاتوي، چې په دې پروژه کې د ارغنداب ۸۰۰ کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې چې د یاد کاریز د پاک کارۍ چارې به پرمخ وړي.

د ده په خبره، هڅه کوي ترڅو د همکارو موسېساتو پام د ارغنداب خواته ور واړوي او زياتي پروژې په دې ولسوالۍ کې تطبيق کړي.

ورته مهال د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې اوس هم د پخوا په شان د کار په‌ پيدا کولو کې پاتې راغلي دي.

د دوی په وينا کومې پروژې چي ارغنداب کې د عملي کېدو په حال کې دي او يا عملي کېږي ټول واکمن کسان خپل ملګري ‌پکې ګوماري.

دغه اوسېدونکي زياتوي، د دوی په ولسوالۍ کې چې کومې پروژې عملي کېږي، خبر ترې نه لري او کوم کسان چې په کار دي ټول یې واسطې کاروي.

دوی د طالبانو د حکومت څخه غوښتنه کوي چې کومې مرستې یا پروژې چې د دوی په نوم راځي باید ورته ورسیږي.

واک ته د طالبانو رسیدو وروسته ډیری خلکو خپلې دندې او کاروبارونه له لاسه ورکړل او اوس په ډیر ستونزمن حالت کې ژوند کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه