اطلاعات روز: د کندهار ارغنداب ولسوالۍ کې د هوساينې نړیوالې موسېسې د صالح جان کاریز د پاکارۍ پروژه کې ۸۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د ارغنداب ولسوالۍ له پاره د طالبانو ولسوال ملا آدم آعجمي وايي، د دغې پروژې چارې د هوساينې نړيوالې موسېسې په مالي ملاتړ پيل شوي دي.
هغه زیاتوي، چې په دې پروژه کې د ارغنداب ۸۰۰ کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې چې د یاد کاریز د پاک کارۍ چارې به پرمخ وړي.
د ده په خبره، هڅه کوي ترڅو د همکارو موسېساتو پام د ارغنداب خواته ور واړوي او زياتي پروژې په دې ولسوالۍ کې تطبيق کړي.
ورته مهال د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې اوس هم د پخوا په شان د کار په پيدا کولو کې پاتې راغلي دي.
د دوی په وينا کومې پروژې چي ارغنداب کې د عملي کېدو په حال کې دي او يا عملي کېږي ټول واکمن کسان خپل ملګري پکې ګوماري.
دغه اوسېدونکي زياتوي، د دوی په ولسوالۍ کې چې کومې پروژې عملي کېږي، خبر ترې نه لري او کوم کسان چې په کار دي ټول یې واسطې کاروي.
دوی د طالبانو د حکومت څخه غوښتنه کوي چې کومې مرستې یا پروژې چې د دوی په نوم راځي باید ورته ورسیږي.
واک ته د طالبانو رسیدو وروسته ډیری خلکو خپلې دندې او کاروبارونه له لاسه ورکړل او اوس په ډیر ستونزمن حالت کې ژوند کوي.
