اطلاعات روز: د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده د یوه فرمان په اساس د کندهار له مرکزي محبس څخه ۳۵۰ زندانيان خوشې شول.
کندهار ولايت کې د طالبانو د مرکزي زندان مدير مولوي اخترمحمد آغا حسيني اطلاعات روز ته وويل، چې د طالبانو د مشرتابه ملاهبت الله اخند د يوه ځانګړي فرمان پر اساس يې نن (شنبه، ۱۰ د ثور) د دغه ولايت له مرکزي زندان څخه یې ۳۵۰ تنه زندانيان ازاد کړي دي.
مولوي حسيني وايي، د خوشي شويو کسانو له جملې څخه ۲۸ تنه په جنايي جرمنو کې لاس درلود او پاتې ۳۲۲ کسان پر نشهيي توکو روږدي وو.
د هغه په خبره، پر نشهيي توکو د روږدو کسانو درملنه يې په محبس کې کړې او د دې ترڅنګ يې اسلامي روزنه هم ورکړې ده.
مولوي حسيني وايي، چې اوس مهال د کندهار په لوی محبس او ولسواليو کې له دوی سره ۲۰۴۴ کسان بندیان دي، چې له هغې جملې ۱۸۱۹ تنه يوازي د کندهار په مرکزي لوی محبس کې بند دي.
دی زیاتوي: « اوس مهال د کندهار په مرکزي زندان کې ۲۰ ښځينه بندیانې او پنځه تنه د هغوئ ماشومانو دي، د دې تر څنګ زموږ سره په محبس کې د ماشومانو جلا ځانګړی بلاک هم موجود دی چې هلته ۳۷ ماشومانو ساتل کېږي.»
په ورته وخت کې خوشي شوي کسانو هم اطلاعات روز ته د طالبانو له فرمان خوښي څرګنده کړه او وايي، چې کوښښ به وکړي تر څو په راتلونکي کې له هر ډول جرمونو څخه ځان وساتي.
دا په داسي حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د روژې مبارکې مېاشتې په مناسبت ۲۳۱ کسان خوشی شوي وو.
