د کندهار له مرکزي زندان څخه ۳۵۰ تنه زندانيان خوشې شول

اطلاعات روز: د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده د یوه فرمان په اساس د کندهار له مرکزي محبس څخه ۳۵۰ زندانيان خوشې شول.

کندهار ولايت کې د طالبانو د مرکزي زندان مدير مولوي اخترمحمد آغا حسيني اطلاعات روز ته وويل، چې‌ د طالبانو د مشرتابه ملاهبت الله اخند د يوه ځانګړي فرمان پر اساس يې نن (شنبه، ۱۰ د ثور) د دغه ولايت له مرکزي زندان څخه یې ۳۵۰ تنه زندانيان ازاد کړي دي.

مولوي حسيني وايي، د خوشي شويو کسانو له جملې څخه ۲۸ تنه په جنايي جرمنو کې لاس درلود او پاتې ۳۲۲ کسان پر نشه‌يي توکو روږدي وو.

د هغه په خبره، پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو درملنه يې په محبس کې کړې او د دې ترڅنګ يې اسلامي روزنه هم ورکړې ده.

مولوي حسيني وايي، چې اوس مهال د کندهار په لوی محبس او ولسواليو کې له دوی سره ۲۰۴۴ کسان بندیان دي، چې له هغې جملې ۱۸۱۹ تنه يوازي د کندهار په مرکزي لوی محبس کې بند دي.

دی زیاتوي: « اوس مهال د کندهار په مرکزي زندان کې ۲۰ ښځينه بندیانې او پنځه تنه د هغوئ ماشومانو دي، د دې تر څنګ زموږ سره په محبس کې د ماشومانو جلا ځانګړی بلاک هم موجود دی چې هلته ۳۷ ماشومانو ساتل کېږي.»

په ورته وخت کې خوشي شوي کسانو هم اطلاعات روز ته د طالبانو له فرمان خوښي څرګنده کړه او وايي، چې کوښښ به وکړي تر څو په راتلونکي کې له هر ډول جرمونو څخه ځان وساتي.

دا په داسي حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د روژې مبارکې مېاشتې په مناسبت ۲۳۱ کسان خوشی شوي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه